چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د داریوش د پاچاهۍ په څلورم کال، د نهمې میاشتې په څلورمه ورځ یعنې د کسلو په میاشت کې څښتن ما ته یو پیغام راکړ.
۲ د بیتییل خلکو شراصر او رجمملک د خپلو نورو خلکو سره د څښتن عبادتځای ته ولېږل چې د څښتن نه د برکت غوښتلو دپاره دعا وکړي ۳ او د مطلق قادر څښتن د کور کاهنانو او پیغمبرانو نه دا پوښتنه وکړي: «ایا مونږ باید د عبادتځای د ورانېدلو په خاطر په پنځمه میاشت د روژې په نیولو سره خپل ماتم ته دوام ورکړو لکه څنګه چې مو کلونه کلونه وکړل؟»
۴ دا د مطلق قادر څښتن هغه پیغام دی چې ما ته یې راکړ. ۵ هغه وویل: «د وطن ټولو خلکو او کاهنانو ته ووایه چې هغوی کله چې په هغو اویا کلونو کې په پنځمه او اوومه میاشت کومې روژې نیولې وې او ماتم یې کړی دی، ایا هغه یې زما دپاره نیولې وه؟ ۶ کله چې هغوی خوراک او څښاک کاوه، نو ایا هغه یې د خپل ځان د خوشحالۍ دپاره نه کاوه؟ ۷ ایا څښتن د مخکینیو پیغمبرانو په وسیله داسې نه وو ویلي چې په هغه وخت کې اورشلیم نېکمرغه ؤ او هلته دومره ډېر خلک وو چې د ښار شاوخوا ښارګوټو او همدارنګه په جنوبي سیمو او د لوېدیځو غونډیو په لمنو کې اوسېدل؟»
۸ څښتن زکریا ته دا پیغام ورکړ: ۹ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «عادلانه قضاوت وکړئ او په یو بل باندې مهرباني او رحم کوئ. ۱۰ په کونډو، یتیمانو او پردیو خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او په غریبانو باندې ظلم مه کوئ. او د یو بل په خلاف دسیسه مه جوړوئ.
۱۱ خو زما خلکو په سرتمبګۍ سره غوږ نه نیوه. هغوی په خپلو غوږونو کې ګوتې کېښودلې چې څه وانه وري ۱۲ او خپل زړونه یې د تیږې په شان سخت کړل. هغوی هغه تعلیم ته غوږ ونه نیوه چې ما د خپل روح سره د پخوانیو پیغمبرانو په وسیله ورلېږلی ؤ، نو له دې امله زه ډېر په قهر شوم. ۱۳ ځکه کله به چې ما خبرې کولې، نو هغوی ورته غوږ نه نیوه او کله به چې هغوی خبرې کولې، نو ما به ورته غوږ نه نیوه. مطلق قادر څښتن داسې وایي. ۱۴ هغوی مې په توفان باندې نورو وطنونو ته خواره واره کړل چې هغوی په کې د پردیو په شان اوسېدل. دا ښکلی وطن په یو داسې وران او ویجاړ ځای باندې بدل شو چې هېڅوک هم په کې نه ګرځېدل.»