د زکریا نبي کتاب

اتم فصل

څښتن وعده کوي چې اورشلیم ته به برکت ورکړي

۱ د مطلق قادر څښتن له خوا یوځل بیا ما ته دا پیغام راغی: ۲ «زه په اورشلیم باندې ډېر غیرت کوم او د هغوی په دښمنانو باندې په قهر یم.» ۳ زه به خپل سپېڅلي ښار اورشلیم ته راستون شم او هلته به اوسېږم. هغه به د یو وفادار ښار په نوم مشهور شي او د مطلق قادر څښتن غر به د سپېڅلي غر په نوم یاد شي. ۴ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «یوځل بیا به زاړه سړي او ښځې یعنې داسې زاړه خلک چې په امسا باندې ګرځي، د ښار په کوڅو کې کښېني. ۵ او د ښار کوڅې به یوځل بیا د هلکانو او نجونو نه ډکې شي او لوبې به په کې کوي.»

۶ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «کېدای شي چې دا کار د قوم پاتې خلکو ته ناشونی ښکاره شي، خو زما دپاره ناشونی نه دی. ۷ زه به خپل خلک چې په ختیځو او لوېدیځو وطنونو کې جلاوطنه دي، وژغورم ۸ او هغوی به اورشلیم ته راولم چې هلته واوسیږي. هغوی به زما قوم وي او زه به د هغوی خدای یم او د وفادارۍ او انصاف له مخې به په هغوی باندې حکومت کوم.»

۹ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «زړور اوسئ! تاسو اوس هماغه خبرې اورئ چې پیغمبرانو په هغه وخت کې کولې چې کله خلکو زما د کور یعنې د عبادتځای تهداب ایښوده، ترڅو هغه جوړ شي. ۱۰ د هغې نه مخکې هېچا نه شو کولای چې انسانان یا حیوانات د کار دپاره په مزدورۍ ونیسي او هېڅوک هم د خپلو دښمنانو نه په امن کې نه ؤ چې تګ او راتګ وکړي، ځکه ما خلک په خپل منځ کې سره واچول. ۱۱ خو زه به اوس د دې پاتې شویو خلکو سره هغه چلند ونه کړم، لکه مخکې مې چې کاوه. مطلق قادر څښتن داسې وایي. ۱۲ هغوی به په ارامۍ سره خپل فصلونه کري. د هغوی تاکونه به انګور نیسي، ځمکه به حاصل ورکوي او پرېمانه باران به اوري. زه به دا هر څه د خپل قوم ژوندي پاتې شویو خلکو ته د میراث په توګه ورکړم. ۱۳ ای د اسراییلو او یهودا خلکو! په پخوا وختونو کې چې به کله پردیو خلکو یو بل ته ښېراوې کولې، نو هغوی به ویل: ‹کومه بلا چې په یهودا او اسراییلو باندې راغلې وه، هغه دې په تا باندې هم راشي!› خو زه به تاسو وژغورم، نو بیا به پردي خلک یو بل ته وایي: ‹کوم برکتونه چې په یهودا او اسراییلو باندې شوي دي، په تا دې هم وشي!› نو مه وېرېږئ او زړور اوسئ.»

۱۴ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «کله چې ستاسو نیکونو زه په قهر کړم، نو ما پلان جوړ کړ چې په هغوی باندې یوه بلا راولم او خپله پرېکړه مې بدله نه کړه. ۱۵ خو اوس مې دا اراده کړې چې د اورشلیم او یهودا خلکو ته برکت ورکړم. نو بیا مه وېرېږئ. ۱۶ دا هغه کارونه دي چې تاسو یې باید سرته ورسوئ: یو بل ته رښتیا وایئ. په محکمو کې د رښتیني عدالت نه کار اخلئ، ترڅو سوله او سلامتي راولي. ۱۷ یو بل ته د زیان رسولو دسیسې مه جوړوئ او د دروغو قسم مه خورئ، ځکه چې زه د دې شیانو څخه کرکه کوم.» مطلق قادر څښتن داسې وایي.

۱۸ مطلق قادر څښتن ما ته دا پیغام راکړ: ۱۹ «په څلورمه، پنځمه، اوومه او لسمه میاشت چې کومې روژې نیول کیږي، هغه به د یهودا د خلکو دپاره د خوشحالۍ د جشنونو او خوښۍ وختونه وي. تاسو باید د حقیقت او سولې سره مینه ولرئ.»

۲۰ مطلق قادر څښتن وایي: «هغه وخت راروان دی چې د ډېرو ښارونو نه به خلک اورشلیم ته راځي. ۲۱ د یو ښار خلک به بل ښار ته ځي او وایي به: «زمونږ سره راځئ چې څښتن ته سوال وکړو چې برکت راته راکړي او د مطلق قادر څښتن عبادت وکړو. زه به هم ځم.» ۲۲ ډېر خلک او قوي قومونه به اورشلیم ته راشي چې د مطلق قادر څښتن عبادت وکړي او هغه ته د برکت غوښتلو دپاره دعا وکړي. ۲۳ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «په هغو ورځو کې به د نورو قومونو او مختلفو ژبو خاوندانو نه په لس ګونو خلک راشي او د یو یهودي لمن به ونیسي او هغه ته به زاري کوي او وایي به: ‹مونږ پرېږده چې ستاسو سره لاړ شو، ځکه چې مونږ اورېدلي دي چې خدای ستاسو سره مل دی.›»