مخکینۍ څپرکۍ

د سفنیا نبي کتاب

لومړی فصل

۱ دا هغه پیغام دی چې څښتن سفنیا ته په هغه وخت کې ورکړ چې د آمون زوی یوشیا د یهودا پاچا ؤ. سفنیا د کوشي زوی، د جدلیا لمسی او د امریا کړوسی ؤ. امریا د حزقیا پاچا زوی ؤ.

د څښتن د قضاوت ورځ

۲ څښتن وویل: «زه د ځمکې د مخ نه ټول شیان له منځه وړم. ۳ زه به ټول انسانان او حیوانات، مرغان او ماهیان له منځه یوسم. زه به بدکاره خلک تباه کړم. زه به ټول انساني نسل له منځه یوسم او هېڅوک به ژوندی پاتې نه شي. ما څښتن داسې ویلي دي.

۴ زه به د اورشلیم او یهودا ټولو خلکو ته سزا ورکړم. زه به د دې ځای نه د بعل د بت نښې له منځه یوسم او هېڅوک به هغه بت پرسته کاهنان چې د هغه خدمت کوي، یاد نه کړي. ۵ زه به هغه خلک له منځه یوسم کوم چې بامونو ته خېژي او لمر، سپوږمۍ او ستورو ته عبادت کوي. زه به هغه خلک هم تباه کړم چې په ښکاره زما عبادت کوي او دعوه کوي چې ما ته به وفادار اوسي، خو بیا د مولک د بت په نوم قسم خوري. ۶ زه به هغه خلک له منځه یوسم چې زما نه یې مخ اړولی او نور زما پیروي نه کوي، هغه خلک چې ما ته رجوع نه کوي او نه زما نه لارښوونه غواړي.»

۷ هغه ورځ رانژدې ده چې څښتن به د خلکو په هکله قضاوت کوي، نو د هغه په حضور کې خاموش اوسئ. څښتن خپل قوم د قربانۍ دپاره تیار کړی دی او د هغوی دښمنان یې رابللي دي چې د یهودا وطن لوټ کړي. ۸ څښتن وایي: «د قتل او قتال په هغه ورځ به مشرانو، د پاچا زامنو او هغو ټولو خلکو ته چې د پردیو د رسمونو او رواجونو پیروي کوي، سزا ورکړم. ۹ په هغه ورځ به زه هغو خلکو ته چې د بت پرستانو په شان عبادت کوي او له دې څخه ځان ساتي چې د عبادتځای په دروازه باندې قدم کېږدي او هغو خلکو ته چې د دې دپاره قتلونه او غلاګانې کوي چې د خپلو بادارانو کورونه د غنیمت د مال نه ډک کړي، سزا ورکوم.

۱۰ څښتن وایي: «په هغه ورځ به تاسو د اورشلیم د ماهي د دروازې نه د چیغو اوازونه اورئ. تاسو به د ښار په نوې برخه کې فریادونه او په غونډیو باندې به د ودانیو د رالوېدلو شورماشور اورئ. ۱۱ ای هغو خلکو چې د ښار په کوزه برخه کې اوسېږئ، ژړا او انګولا وکړئ! ځکه چې د ښار ټول سوداګران مړه شوي دي.

۱۲ په هغه وخت کې به زه څراغ راواخلم او اورشلیم به ولټوم. زه به هغو خلکو ته سزا ورکړم چې ځانونه بې‌غمه ګڼي او په خپل ځان باندې اعتبار کوي او د خپلو ځانونو سره وایي: «څښتن زمونږ سره څه کار نه لري، نه ښه کوي او نه بد. ۱۳ د هغوی مال او دولت به لوټ کړای شي او کورونه به یې وران شي. هغوی به هېڅکله په هغو کورونو کې چې جوړ کړي یې دي، نه اوسیږي او نه به د خپلو انګورو د هغو باغونو شراب وڅښي چې کرلي یې دي.»

۱۴ د څښتن ورځ چې هغه به په کې د خلکو په هکله پرېکړه کوي رانژدې شوې ده، ډېره رانژدې شوې او زر زر راروانه ده! هغه به ډېره سخته ورځ وي، ځکه چې په هغه ورځ به ډېر زړور عسکر هم چیغې وهي. ۱۵ هغه ورځ به د غضب ورځ وي، هغه به د سختیو او پرېشانیو ورځ او د ورانۍ او تباهۍ ورځ وي، یوه تیاره او خړه پړه ورځ او یوه توره او د توفاني ورېځو ورځ وي. ۱۶ هغه به د جنګ د سرنیو د اوازونو نه ډکه ورځ او د جنګ د چیغو ورځ وي چې عسکر به په قوي شویو ښارونو او لوړو برجونو باندې حمله کوي.

۱۷ څښتن وایي: «زه به په انسانانو باندې داسې مصیبت راولم چې هغوی به لکه د ړندو په شان ګرځي. هغوی زما په وړاندې ګناه کړې ده او اوس به د هغوی وینې لکه د اوبو په شان بهیږي او د هغوی مړي به په ځمکه باندې خوسا شوي پراته وي.»

۱۸ په هغه ورځ چې څښتن په غضب شي، نو د هغوی سپین زر او سره زر به هم هغوی خلاص نه کړي. ټوله دنیا به د هغه د قهر په اور کې له منځه لاړه شي او د ځمکې په مخ ټول اوسېدونکي به په ناڅاپي مرګ باندې مړه شي.

مخکینۍ څپرکۍ