چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱-۲ ای بېشرمه قومه، مخکې له دې چې تاسو لکه د بوسو په شان لېرې باد شئ او مخکې له دې چې د څښتن سخت قهر په تاسو باندې نازل شي او مخکې له دې چې هغه درباندې په غضب شي، یوځای سره راټول شئ. ۳ ای د ځمکې په مخ ټولو عاجزانو چې د هغه په حکمونو باندې عمل کوئ، د څښتن خواته راوګرځئ. نېک کارونه وکړئ او د څښتن په مخکې خپل ځانونه عاجزان کړئ. کېدای شي چې تاسو د څښتن د قهر په ورځ د سزا نه خلاص شئ.
۴ د غزې په ښار کې به هېڅوک پاتې نه شي. اشقلون به وران شي. د اشدود خلک به په نیمه ورځ کې وشړل شي او د عقرون خلک به د خپلو ښارونو نه وویستل شي. ۵ افسوس ستاسو په حال، د بحیرې په غاړه باندې اوسېدونکو کریتیانو، تاسو تباه یئ. څښتن پرېکړه کړې ده چې تاسو ته څرنګه سزا درکړي. ای کنعانه، د فلسطینیانو ځمکې، زه به تاسو له منځه یوسم او ستاسو نه به هېڅوک هم پاتې نه شي. ۶ د بحیرې په غاړه چې ستاسو کومه ځمکه ده هغه به په څړځای باندې بدله شي او په هغې کې به د شپنو دپاره جونګړه او د پسونو دپاره پنډغالی وي. ۷ د یهودا کوم خلک چې ژوندي پاتې شوي دي، هغوی به ستاسو وطن ونیسي. هغوی به هلته خپلې رمې څروي او د اشقلون په کورونو کې به اوسیږي. د هغوی څښتن خدای به په هغوی باندې پام کوي او هغوی ته به یوځل بیا نېکمرغي راولي.
۸ مطلق قادر څښتن وایي: «ما د موآب د خلکو پېغورونه اورېدلي دي او ما ولیدل چې د عمون خلکو څنګه زما د قوم سپکاوی کړی او په هغوی باندې یې ملنډې وهلې دي او لافې وهي چې د هغوی ځمکه به ونیسي. ۹ زه د اسراییلو څښتن خدای په خپل ذات باندې قسم خورم چې موآب او عمون به د سدوم او عموره په شان تباه شي. هغه ځای به د اغزو په بوټو، د مالګو په کندو او ابدي کنډوالو باندې بدل شي. زما د قوم نه چې کوم خلک ژوندي پاتې شوي دي، هغوی به لوټ کړي او ځمکه به یې ونیسي.»
۱۰ نو په دې خاطر به د موآب او عمون خلکو ته د هغوی د کبر او غرور له امله سزا ورکړل شي، ځکه چې د مطلق قادر څښتن قوم ته یې سپکاوی کړی او ملنډې یې ورباندې وهلې دي. ۱۱ څښتن به په هغوی باندې وېره راولي. هغه به د ځمکې په مخ د نورو قومونو ټول خدایان له منځه یوسي او هر یو قوم به په خپل وطن کې د څښتن عبادت کوي.
۱۲ ای د ایتوپیا خلکو، څښتن به تاسو هم په توره باندې ووژني.
۱۳ څښتن به په شمال کې د آشور د تباه کولو دپاره د خپل قدرت نه کار واخلي. هغه به د نینوا ښار وران او ویجاړ کړي او په وچې دښتې باندې به یې بدل کړي. ۱۴ په هغه ځای کې به رمې، پادې او هر ډول حیوانات پراته وي. د هغې په کنډوالو کې به کونګیان او بومان اوسیږي او د کړکیو نه به نارې وهي. کارغان به د کورونو د دروازو په خوله باندې اوازونه کوي. د ودانیو د سبر تیران به یې لوڅ شي. ۱۵ نو د دې ښار سره به چې په خپل قوت باندې مغروره دی او فکر کوي چې هغه خوندي دی، داسې کار وشي. د دې ښار خلک فکر کوي چې په ټوله دنیا کې دا یو لوی ښار دی. خو دا ځای به داسې شاړ او ویجاړ شي چې ځنګلي حیوانات به په کې اوسیږي. هرڅوک چې له هغه ځایه تېریږي، نو ملنډې به ورباندې وهي او وېریږي به.