Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ایوب کتاب
شپږ ویشتم فصل
ایوب د خدای لویي بیانوي
۱ بیا ایوب په کنایه کې بلدد ته ځواب ورکړ:
۲ ما سره تا وکړله څومره لویه مرسته
زه چې یمه بېچاره او کمزوری سړی
۳ کوې ته ما ته څومره ښه نصیحت
چې ناپوهه یم زه
او شریکوې راسره خپله پوهه
۴ تا سره چا وکړله مرسته چې داسې خبرې وکړې؟
دې ته تشویق کړلې چا چې داسې خبرې وکړې؟
۵ ارواحګانې د مړو لړزیږي
هغو اوبو کې چې دي د ځمکې لاندې
۶ د مړو دنیا په ډاګه ښکاري خدای ته
هېڅ شی نشته چې کړي پټه هغه
د هغه له نظره څخه
۷ خپور کړ خدای اسمان فضا کې
او خالي فضا کې یې کړه ځوړنده ځمکه
۸ ډکوي ورېځې له اوبو څخه خدای
او ساتي هغه چې ونه چوي له دروندوالي څخه
۹ پټوي ټوله سپوږمۍ هغه
او خپروي ورباندې خپله ورېځ
۱۰ هغه جوړه کړه فضا چې جدا کړي
اوبه د ځمکې د اسمان څخه
او بېله کړې له تیارې څخه رڼا ده هغه
۱۱ د اسمان ستنې لړزیږي
او رپیږي د هغه په حکم باندې
۱۲ په خپل قوت هغه ارام کړ بحر
او په خپله پوهه یې تباه کړله بحري بلا
۱۳ دا تنفس ؤ د هغه چې یې کړ صاف اسمان
او ؤ لاس د هغه چې یې وواژه ښامار چې تښتېده
۱۴ خو دا یوازې یوه برخه ده د هغه د کارونو
دا یوازې ګونګوسې دي چې اورېدلې دي مونږ
څوک پوهېدای شي چې په رښتیا سره
څومره قدرتمن دی خدای؟