۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت ايُوب کِتاب

شپږويشتم باب

د حضرت ايُوب جواب

۱ بيا ايُوب جواب ورکړو، ۲ ”تا د هغه چا مدد څنګه وکړو چې هيڅ طاقت يې نۀ وو. تا هغه کس څنګه بچ کړو چې هيڅ زور يې نۀ وو. ۳ تا يو کم عقل کس له څنګه مشوره ورکړه، او نصيحت دې ورته وکړو. ۴ ستا څۀ خيال دے چې څوک به ستا خبرې اورى، او تا ته دا خبرې چا ښودلى دى؟“ ۵ ”د زمکې لاندې په اوبو کښې د مړو روحونه لړزيږى. ۶ د مړو دُنيا خُدائ پاک ته ښکاره ده، او د تباهۍ ځائ پټ نۀ دے. ۷ خُدائ پاک آسمان خور کړے دے، او زمکه يې بغېر د څۀ څيز نه راځوړنده کړې ده. ۸ هغه اوبۀ په خپله ټينګه وريځ کښې راغونډوى، او وريځ د دروند والى په وجه نۀ شليږى. ۹ هغه د سپوږمۍ مخ پټوى، او په دې باندې د هغۀ وريځې خوَرې شى. ۱۰ هغۀ د اوبو دپاسه د آسمان لمن جوړه کړه، هغۀ د رڼا او تيارې په مينځ کښې حد مقرر کړو. ۱۱ د آسمان بنيادونه ولړزيږى، او دا د هغۀ په رټنه باندې ودرزيږى. ۱۲ د خپل طاقت په ذريعه هغۀ سمندر قلار کړو، او د خپلې پوهې په ذريعه يې سمندرى بلا تباه کړه. ۱۳ د هغۀ د ساه په ذريعه آسمان ښائسته شو، او د هغۀ لاس تښتېدونکې بلا وشلوله. ۱۴ دا د هغۀ د طاقت معمولى کارنامې دى، دا د يو معمولى آواز په شان دے چې مونږ اورېدلے وى. خو داسې څوک شته چې ورته د هغۀ د دروند آواز د زور پته لګى؟“