د ایوب کتاب

شپږ ویشتم فصل

ایوب د خدای لویي بیانوي

۱ بیا ایوب په کنایه کې بلدد ته ځواب ورکړ:

۲ ما سره تا وکړله څومره لویه مرسته

زه چې یمه بېچاره او کمزوری سړی

۳ کوې ته ما ته څومره ښه نصیحت

چې ناپوهه یم زه

او شریکوې راسره خپله پوهه

۴ تا سره چا وکړله مرسته چې داسې خبرې وکړې؟

دې ته تشویق کړلې چا چې داسې خبرې وکړې؟

۵ ارواح‌ګانې د مړو لړزیږي

هغو اوبو کې چې دي د ځمکې لاندې

۶ د مړو دنیا په ډاګه ښکاري خدای ته

هېڅ شی نشته چې کړي پټه هغه

د هغه له نظره څخه

۷ خپور کړ خدای اسمان فضا کې

او خالي فضا کې یې کړه ځوړنده ځمکه

۸ ډکوي ورېځې له اوبو څخه خدای

او ساتي هغه چې ونه چوي له دروندوالي څخه

۹ پټوي ټوله سپوږمۍ هغه

او خپروي ورباندې خپله ورېځ

۱۰ هغه جوړه کړه فضا چې جدا کړي

اوبه د ځمکې د اسمان څخه

او بېله کړې له تیارې څخه رڼا ده هغه

۱۱ د اسمان ستنې لړزیږي

او رپیږي د هغه په حکم باندې

۱۲ په خپل قوت هغه ارام کړ بحر

او په خپله پوهه یې تباه کړله بحري بلا

۱۳ دا تنفس ؤ د هغه چې یې کړ صاف اسمان

او ؤ لاس د هغه چې یې وواژه ښامار چې تښتېده

۱۴ خو دا یوازې یوه برخه ده د هغه د کارونو

دا یوازې ګونګوسې دي چې اورېدلې دي مونږ

څوک پوهېدای شي چې په رښتیا سره

څومره قدرتمن دی خدای؟