د شمېر کتاب

درېم فصل

د هارون زامن

۱ دا د موسی او هارون د کورنۍ د هغه وخت کیسه ده کله چې څښتن د موسی سره د سینا په غره کې خبرې وکړې. ۲ هارون څلور زامن درلودل: ناداب چې مشر ؤ، ابیهو، العازار او ایتامار. ۳ هغوی مسح کړای شول او د کاهنانو په توګه وټاکل شول. ۴ خو ناداب او ابیهو د څښتن په حضور کې په داسې وخت کې مړه شول کله چې هغوی د سینا په دښته کې څښتن ته ناپاکه اور وړاندې کاوه. هغوی اولادونه نه درلودل، نو العازار او ایتامار د هارون د ژوندانه په دوران کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړ.

د لاویانو دندې

۵ څښتن موسی ته وویل: ۶ «د لاویانو قبیله راوله او د هارون کاهن د خدمتګارانو په توګه یې وټاکه. ۷ دوی به په سپېڅلې خېمه کې کار کوي او د هارون او ټول قوم دپاره به دندې سرته رسوي. ۸ هغوی به د سپېڅلې خېمې د ټول سامان مسوولیت په غاړه واخلي او د نورو اسراییلیانو دپاره به کار کوي. ۹ د لاویانو مسوولیت دا دی چې د هارون او د هغه د زامنو خدمت وکړي. ۱۰ هارون او د هغه زامن د کاهنانو په توګه د خدمت دپاره وټاکه. که بل هرڅوک سپېڅلي ځای ته ورنژدې شي، باید ووژل شي.»

۱۱ بیا څښتن موسی ته وویل: ۱۲‏-۱۳ «اوس دې لاویان زما شي. کله چې ما د مصریانو ټول مشران زامن او لومړني زېږېدلي حیوانات ووژل، دا پرېکړه مې وکړه چې په هرې اسراییلي کورنۍ کې مشران زامن او د هغوی د رمو او پادو څخه هر لومړنی زېږېدلی نر حیوان به زما وي. خو اوس ما د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای لاویان غوره کړي دي. زه څښتن یم.»

د لاویانو سرشمېرنه

۱۴ څښتن موسی ته د سینا په دښته کې وویل: ۱۵ «لاویان کورنۍ په کورنۍ او طایفه په طایفه وشمېره. هر نارینه چې عمر یې یوه میاشت یا زیات وي وشمېره.» ۱۶ نو څنګه چې څښتن ورته امر کړی ؤ، موسی هغوی وشمېرل.

۱۷‏-۲۰ د لاوي درې زامن وو: جرشون، قهات او مراري. هغوی د هغو طایفو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي. د جرشون دوه زامن وو: لبني او شمعي. د قهات څلور زامن وو: عمرام، یصهار، حبرون او عزییل. د مراري دوه زامن وو: محلي او موشي. هغوی د هغو کورنیو نیکونه وو چې د هغوی په نوم یادیږي.

۲۱ لبنیان او شمعیان د جرشونیانو طایفې وې. ۲۲ د هغو نارینه جرشونیانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او وشمېرل شول، ۷۵۰۰ تنه وو. ۲۳ دغو طایفو د سپېڅلې خېمې شاته یعنې لوېدیځ خواته خېمې ودرولې. ۲۴ د جرشونیانو د کورنیو مشر د لایل زوی الیاساف ؤ. ۲۵ په سپېڅلې خېمه کې جرشونیان د دغو شیانو د ساتنې مسوولان وو: د خېمې، د هغې د پوښونو، د خېمې د دروازې د پردې، ۲۶ د حوېلۍ د پردو، د هغې حوېلۍ د دروازې د پردې چې د سپېڅلې خېمې او قربانۍ د ځای ګردچاپېره ده او د هغو د رسۍ ګانو. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسوولیت په غاړه درلود.

۲۷ عمرامیان، یصهاریان، حبرونیان او عزییلیان د قهاتیانو طایفې وې. ۲۸ د هغو نارینه قهاتیانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ ۸۶۰۰ تنه وو. قهاتیانو د سپېڅلي ځای د ساتنې مسوولیت په غاړه درلود. ۲۹ دغو طایفو د سپېڅلې خېمې جنوب خواته خېمې ودرولې. ۳۰ د قهاتیانو د طایفو د کورنیو مشر د عزییل زوی الیصافان ؤ. ۳۱ د دغو شیانو مسوولیت د هغوی په غاړه ؤ: د لوظ صندوق، مېز، څراغدان، د قربانۍ د ځایونو، هغه لوښي چې کاهنانو په سپېڅلي ځای کې ورڅخه کار اخیست او د ډېر سپېڅلي ځای د دروازې پرده. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسوولیت په غاړه درلود.

۳۲ د لاویانو د مشرانو رییس د هارون کاهن زوی العازار ؤ. هغه په هغو خلکو باندې مقرر شوی ؤ چې د سپېڅلي ځای د ساتنې مسوولان وو.

۳۳ محلیان او موشیان د مراریانو طایفې وې. ۳۴ د هغو نارینه مراریانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او وشمېرل شول، ۶۲۰۰ تنه وو. ۳۵ د مراریانو د طایفو د کورنیو مشر د ابیحایل زوی صوری ییل ؤ. هغوی د سپېڅلې خېمې شمال خواته خېمې ودرولې. ۳۶ مراریان د دې دپاره ټاکل شوي وو چې د سپېڅلې خېمې په چوکاټونو، د هغې د اړمونو، ستنو، پایو او د هغې د ټول سامان ساتنه وکړي. هغوی د دې ټول سامان او په هغه پورې د اړونده کارونو مسوولیت په غاړه درلود. ۳۷ همدارنګه هغوی د ستنو، پایو، مېخونو او د هغو رسۍ ګانو مسوولیت په غاړه درلود چې د شاوخوا حوېلۍ دپاره وې.

۳۸ موسی او هارون او د هارون زامنو د سپېڅلې خېمې لمرخاته خواته یعنې د سپېڅلې خېمې په مخکې خېمې ودرولې. هغوی د هغو کارونو د سرته رسولو مسوولیت په غاړه درلود چې د اسراییلو د قوم دپاره په سپېڅلي ځای کې تر سره کېدل. بل هرڅوک به چې سپېڅلي ځای ته ورنژدې کېده، هغه به وژل کېده. ۳۹ د هغو ټولو نارینه لاویانو شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او موسی او هارون د څښتن په امر طایفه په طایفه وشمېرل، ټول ۲۲۰۰۰ تنه وو.

لاویان د مشرانو زامنو په ځای منل کیږي

۴۰ څښتن موسی ته وویل: «د اسراییلو ټول مشران زامن چې عمر یې یوه میاشت یا زیات وي وشمېره او د هغوی د نومونو یو لست تیار کړه. ۴۱ د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای زما دپاره لاویان واخله او د هغوی د ټولو لومړنیو زېږېدلو حیواناتو په ځای زما دپاره د لاویانو حیوانات واخله. زه څښتن یم.» ۴۲ نو څنګه چې څښتن موسی ته امر کړی ؤ، هغه د اسراییلو ټول مشران زامن وشمېرل. ۴۳ د نارینه مشرانو ټول شمېر چې عمر یې یوه میاشت یا زیات ؤ او د هر یو نوم په لست کې لیکل شوی ؤ، ۲۲۲۷۳ تنه وو.

۴۴ بیا څښتن موسی ته وویل: ۴۵ «اوس د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای لاویان وقف کړه او د لاویانو حیوانات د هغوی د حیواناتو په ځای وقف کړه. لاویان دې زما شي. زه څښتن یم. ۴۶ په دې خاطر چې د اسراییلو مشران زامن د لاویانو په پرتله ۲۷۳ تنه زیات دي، نو ته باید اضافي زامن بېرته په بیه واخلې. ۴۷ د هر کس دپاره د سپېڅلي ځای د معیار سره سم پنځه پنځه د سپینو زرو سکې راټولې کړه ۴۸ او هغه هارون او د هغه زامنو ته ورکړه.»

۴۹ موسی د ۲۷۳ اضافي مشرانو زامنو څخه سپین زر راټول کړل ۵۰ چې د هغو وزن د سپېڅلي ځای د معیار له مخې ۱۳۶۵ سکې وې. ۵۱ هغه یې د څښتن د حکم سره سم هارون او د هغه زامنو ته ورکړل.