د شمېر کتاب

څلورم فصل

د قهاتیانو دندې

۱ څښتن موسی او هارون ته وویل: ۲ «د قهاتیانو سرشمېرنه چې د لاویانو د قبیلې یوه برخه ده، طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ وکړئ. ۳ هغه ټول کسان وشمېرئ چې عمر یې د دېرشو کالو څخه تر پنځوسو کالو پورې وي او په سپېڅلې خېمه کې د کار کولو توان ولري. ۴ په سپېڅلې خېمه کې د قهاتیانو کار دا دی چې په سپېڅلو شیانو باندې پام وکړي.

۵ کله چې د دې وخت راشي چې کمپ ته حرکت ورکړای شي، نو هارون او د هغه زامن به خېمې ته ورننوځي، هغه پرده به راښکته کړي چې د لوظ د صندوق په مخکې ده او صندوق به ورباندې پټ کړي. ۶ په هغه باندې به د ښې څرمنې پوښ واچوي او په سر باندې به یې یو داسې ټوکر خپور کړي چې پوخ ابي رنګ ولري او بیا به وړونکې میلې په کې ورننباسي. ۷ هغوی به په هغه مېز باندې چې خدای ته ورباندې ډوډۍ وړاندې کیږي یو ابي ټوکر خپور کړي او په هغه باندې به قابونه، د خوشبویۍ کاسې، د نذرانې دپاره کاسې او هغه منګي کېږدي چې د څښلو د نذرانو دپاره دي. په مېز باندې به تل ډوډۍ پرته وي. ۸ هغوی به په دې ټولو باندې یو سور ټوکر خپور کړي، د یوې ښې څرمنې پوښ به ورباندې واچوي او بیا به وړونکې میلې په کې ورننباسي. ۹ هغوی دې یو ابي ټوکر واخلي او دغه شیان دې ورباندې پټ کړي: څراغدان د څراغونو سره، د هغه پلته پاکوونکي، پتنوسونه او د زیتونو د تېلو ټول لوښي چې د څراغونو دپاره کارول کیږي. ۱۰ هغوی به څراغدان او د هغه ټول سامان د ښې څرمنې په پوښ کې راتاو کړي او په یو وړونکي چوکاټ باندې به یې کېږدي.

۱۱ بیا به د سرو زرو د قربانۍ په ځای باندې یو ابي ټوکر خپور کړي، د ښې څرمنې یو پوښ به ورباندې واچوي او بیا به وړونکې میلې په کې ورننباسي. ۱۲ هغوی به هغه ټول لوښي چې په سپېڅلي ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي واخلي او په یو ابي ټوکر کې به یې تاو کړي، د ښې څرمنې یو پوښ به ورباندې واچوي او په یو وړونکي چوکاټ باندې به یې کېږدي. ۱۳ د قربانۍ د ځای څخه به ایرې لېرې کړي او په هغه باندې به یو بانجاني ټوکر خپور کړي. ۱۴ په هغه ټوکر باندې دې هغه ټول سامان کېږدي چې د قربانۍ په ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي: لکه د اور لوښي، د غوښې قاشق پنجې، بېلچې او د وینې د شیندلو کاسې. بیا به هغوی ورباندې د ښې څرمنې یو پوښ واچوي او وړونکې میلې به په کې ورننباسي.

۱۵ کله چې هارون او د هغه زامن د سپېڅلي سامان او ټولو سپېڅلو موادو د پټولو څخه وزګار شي او کمپ د وړلو دپاره تیار شي، نو قهاتیان دې د دغو شیانو د وړلو دپاره راشي. خو هغوی باید سپېڅلو شیانو ته لاس ورنه وړي که نه، نو مړه به شي. قهاتیان دې هغه شیان انتقال کړي چې په سپېڅلې خېمه کې دي. ۱۶ د هارون کاهن زوی العازار دې د دغو شیانو مسوولیت په غاړه واخلي: د څراغونو دپاره د زیتونو تېل، خوشبویي، د عادي غلې دانې نذرانه او د مسح کولو تېل. هغه دې د ټولې سپېڅلې خېمې او هرڅه چې په کې دي، د سپېڅلي سامان او لوښو په شمول د هغو مسوولیت په غاړه واخلي.»

۱۷ څښتن موسی او هارون ته وویل: ۱۸‏-۱۹ «پرېنږدئ چې قهاتیان ډېرو سپېڅلو شیانو ته په ورنژدې کېدلو سره ووژل شي. د دې دپاره چې د داسې پېښې څخه مخنیوی وشي، نو هارون او د هغه زامن دې سپېڅلي ځای ته ورننوځي او هر سړي ته دې خپل کار وروسپاري چې څه شی یوسي. ۲۰ خو قهاتیان باید دننه لاړ نه شي چې سپېڅلي شیان وګوري، حتی د یوې شېبې دپاره هم. که نه، نو مړه به شي.»

د جرشونیانو دندې

۲۱ څښتن موسی ته وویل: ۲۲ «د جرشونیانو سرشمېرنه چې د لاویانو د قبیلې یوه برخه ده، کورنۍ په کورنۍ او طایفه په طایفه وکړه. ۲۳ هغه ټول کسان چې عمر یې د دېرشو کالو څخه تر پنځوسو کالو پورې وي او په سپېڅلې خېمه کې د کار کولو توان ولري وشمېره. ۲۴ هغوی به د لاندېنیو شیانو د وړلو مسوولیت په غاړه لري: ۲۵ خېمه، د هغې داخلي او باندینی پوښ، د هغې په سر باندې د ښې څرمنې پوښ، د دروازې پرده، ۲۶ د خېمې او د قربانۍ د ځای د ګردچاپېره حوېلۍ دپاره پردې، د حوېلۍ د دروازې پرده، رسۍ ګانې او هرڅه چې د دې شیانو په ودرولو کې په کاریږي. جرشونیان د دې ټولو شیانو د ساتنې او ترتیبولو مسوولیت په غاړه لري. ۲۷ ته او هارون به وګورئ چې جرشونیان دا ټول کارونه تر سره کوي او هر هغه شی چې هارون او د هغه زامنو هغوی ته ورسپارلی دی، وړي که نه. ۲۸ دا د سپېڅلې خېمې په کار کې د جرشونیانو دندې دي. هغوی به دا کار د هارون کاهن د زوی یعنې ایتامار تر لارښوونې لاندې تر سره کوي.»

د مراریانو دندې

۲۹ څښتن موسی ته وویل: «مراریان چې د لاویانو د قبیلې یوه برخه ده طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ وشمېره. ۳۰ هغه ټول کسان چې عمر یې د دېرشو کالو څخه تر پنځوسو کالو پورې وي او په سپېڅلې خېمه کې د کار کولو توان ولري وشمېره. ۳۱ هغوی به د چوکاټونو، اړمونو، ستنو او خېمې د پایو د وړلو مسوولیت ولري ۳۲ او همدارنګه د خېمې د ګردچاپېره حوېلۍ د ستنو، پایو، مېخونو، رسۍ ګانو او هغو ټولو شیانو چې د هغو په ودرولو کې په کاریږي. هر سړی به د ځانګړو شیانو د وړلو مسوولیت په غاړه ولري. ۳۳ دا د سپېڅلې خېمې په کار کې د مراریانو دندې دي. هغوی به دا کار د هارون کاهن د زوی یعنې ایتامار تر لارښوونې لاندې تر سره کوي.»

د لاویانو سرشمېرنه

۳۴‏-۴۸ موسی، هارون او د اسراییلو نورو مشرانو د څښتن حکم ته غاړه کېښودله او د قهاتیانو، جرشونیانو او مراریانو سرشمېرنه یې وکړه. هغوی دا کار طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ وکړ او هغه ټول خلک یې وشمېرل چې عمرونه یې د دېرشو او پنځوسو کالو ترمنځ وو او په سپېڅلې خېمه کې یې کار کولای شو. د هغو شمېر په لاندې ډول ؤ: قهاتیان ۲۷۵۰، جرشونیان ۲۶۳۰ او مراریان ۳۲۰۰ چې د ټولو شمېر ۸۵۸۰ ؤ.

۴۹ څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړې ؤ، هر سړی وشمېرل شو او هر یو ته د خدمت کولو یا د وړلو د دندې مسوولیت وسپارل شو.