0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

پنځم فصل

له زنا څخه ځان ساتل

۱ ای زما زویه! زما د حکمت خبرو ته پام کوه

او د پوهې نه ډکو خبرو ته مې غوږ ونیسه

۲ نو بیا به د دې لایق شې چې څنګه خبرې او چلند وکړې

او ستا د خولې خبرې به دا وښایي چې ته پوه او عالم یې.

۳ د بدلمنې ښځې شونډې خوږې او تری شات څڅیږي

او د خولې خبرې یې د زیتونو له تېلو نه غوړې او نرمې دي

۴ خو په اخر کې هغه د زهرو او زقوم په شان ترخه وي

او خوله یې د دوه‌مخې تورې په څېر تېره وي.

۵ د داسې ښځې پښې د مرګ په لور روانې دي

او مخامخ د ګور په لور قدمونه اخلي.

۶ هېڅکله د ژوند په سمه لار فکر نه کوي

او نه پوهیږي چې لارې یې له سرګردانۍ ډکې دي.

۷ نو ای زما زامنو! ما ته غوږ ونیسئ

او څه چې درته وایم له هغه نه مخ مه اړوئ.

۸ له داسې ښځې نه ځان لېرې ساته

او د کور دروازې ته یې هم مه ورنژدې کېږه

۹ هسې نه چې خپل عزت له لاسه ورکړې

او ځواني دې د بې‌رحمه انسان په لاس کې ولویږي

۱۰ او په شتمنۍ دې پردي ماړه شي

او د زحمت نتیجه دې د بل چا کور ته لاړه شي.

۱۱ کله چې دې د بدن غوښې له کټ نه وڅڅیږي

نو په اخر کې به فریادونه کوې

۱۲ او بیا به افسوس کوې: «ولې مې نصیحت نه اورېده

او څومره به مې زړه نیوکه سپکه ګڼله؟

۱۳ د خپلو ښوونکو خبره به مې نه منله

او د خپلو استاذانو خبرو ته به مې غوږ نه نیوه.

۱۴ ناڅاپه د بربادۍ کندې ته وغورځېدم

او د جرګې او خلکو په مخکې وشرمېدم.»

د خپلې ښځې سره مینه کول

۱۵ یوازې له خپلې ذخیرې نه د مینې اوبه څښه

لکه څنګه چې له خپلې څاه نه اوبه څښې.

۱۶ نو دا مناسب ده چې ستا د اوبو چینې دې په لارو کې تویې شي

او د لښتیو په څېر دې په کوڅو کې روانې وي؟

۱۷ دا د مینې اوبه دې یوازې ستا وي

او له پردیو سره دې شریکې نه شي.

۱۸ نو ستا د اوبو په چینه دې برکت شي

او د ځوانۍ د وخت له خپلې ښځې نه دې خوند واخلې.

۱۹ هغه یوه مینه ناکه هوسۍ او ښکلې غرڅنۍ ده

او د بدن په ښکلا به یې هر وخت موړ شې

او د هغې مینه به دې تل سرګردانه کړي.

۲۰ نو ای زما زویه! ولې د بل د ښځې په مینه کې سرګردانه یې

او د هغه د ښځې سره یو ځای غاړه په غاړه ویده کېږې؟

۲۱ نو د انسان ټولې لارې د څښتن تر نظر لاندې دي

او هغه په خپله د انسان ټولې لارې چارې څاري.

۲۲ د بدکاره انسان بدکاري هغه په دام کې نښلوي

چې د خپلې ګناه په رسۍ کې به ټینګ ونیول شي.

۲۳ هغه به د اصلاح له نشتوالي نه مړ شي

او د خپل جهالت له ډېروالي نه به سرګردانه شي.