کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای زما زویه! زما د حکمت خبرو ته پام کوه
او د پوهې خبرو ته مې ښه غوږ ونیسه
۲ نو ته به د دې لایق شې چې خپله خوله پټه وساتې
او شونډې به دې علم ټینګ وساتي.
۳ د بدلمنې ښځې له شونډو نه شات څڅیږي
او د خولې خبرې یې د زیتونو له تېلو نه غوړې دي
۴ خو په اخر کې د زهرو او زقوم په شان ترخه وي
او خوله یې د دوهمخې تورې په څېر تېره وي.
۵ د داسې ښځې پښې د مرګ په لور روانې دي
او مخامخ د ګور په لور قدمونه اخلي.
۶ هېڅکله د ژوند په سمه لار فکر نه کوي
او نه پوهیږي چې لارې یې له سرګردانۍ ډکې دي.
۷ نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئ
څه چې درته وایم، له هغه نه مخ مه اړوئ.
۸ ای زما زویه! له داسې ښځې نه ځان لېرې ساته
او د کور دروازې ته یې هم مه ورنژدې کېږه
۹ هسې نه چې خپل عزت له لاسه ورکړې
او ځواني دې د بېرحمه انسان په لاس کې ولویږي
۱۰ او په شتمنۍ دې پردي ماړه شي
او د زحمت نتیجه دې د بل چا کور ته لاړه شي.
۱۱ کله چې دې د بدن غوښې له کټ نه وڅڅیږي
نو په اخر کې به فریادونه کوې
۱۲ او بیا به افسوس کوې چې «ولې مې نصیحت نه اورېده
او څومره به مې زړه اصلاح سپکه ګڼله؟
۱۳ د خپلو ښوونکو خبره به مې نه منله
او د خپلو استاذانو خبرو ته به مې غوږ نه نیوه.
۱۴ ناڅاپه د بربادۍ کندې ته وغورځېدم
او د جرګې او خلکو په مخکې وشرمېدم.»
۱۵ یوازې له خپلې ذخیرې نه د مینې اوبه څښه
لکه څنګه چې له خپلې څاه نه اوبه څښې.
۱۶ نو دا مناسبه ده چې ستا چینې دې په لارو کې تویې شي
او د لښتیو په څېر دې په کوڅو کې روانې وي؟
۱۷ دا د مینې اوبه دې یوازې ستا وي
او له پردیو سره دې شریکې نه شي.
۱۸ نو ستا د اوبو په چینه دې برکت شي
او د ځوانۍ د وخت له خپلې ښځې نه دې خوند واخلې.
۱۹ هغه یوه مینه ناکه هوسۍ او ښکلې غرڅنۍ ده
او د بدن په ښکلا به یې هر وخت موړ شې
او د هغې مینه به دې تل سرګردانه کړي.
۲۰ نو ای زما زویه! ولې د بل د ښځې په مینه کې سرګردانه یې
او د هغه د ښځې سره یو ځای غاړه په غاړه ویده کېږې؟
۲۱ نو د انسان ټولې لارې د څښتن تر نظر لاندې دي
او هغه په خپله د انسان ټولې لارې چارې څاري.
۲۲ د بدکاره انسان بدکاري هغه په دام کې نښلوي
چې د خپلې ګناه په رسۍ کې به ټینګ ونیول شي.
۲۳ هغه به د اصلاح له نشتوالي نه مړ شي
او د خپل جهالت له ډېروالي نه به سرګردانه شي.