کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د سلیمان د متلونو کتاب
څلورم فصل
د حکمت په هکله د پلار نصیحت
۱ ای زما زامنو! د خپل پلار نصیحت ته غوږ ونیسئ
او هغه ته پام وکړئ چې عقل زده کړئ
۲ ځکه چې زه تاسو ته ښه تعلیم درکوم
نو زما ښوونه او روزنه مه هېروئ.
۳ کله چې زه د خپل پلار ځوان زوی وم
او د خپلې مور په نظر یوازېنی او نازولی ماشوم وم
۴ نو پلار مې ما ته لارښوونه کوله او راته ویل به یې:
«زما خبرې دې په خپل زړه کې ټینګې وساته
او زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرې.
۵ حکمت حاصل کړه عقل پیدا کړه
زما کلام مه هېروه او مخ ترې مه اړوه.
۶ حکمت له لاسه مه ورکوه نو ستا ساتنه به کوي
او ورسره مینه کوه نو ستا حفاظت به کوي.
۷ حکمت تر ټولو لوړ مقام لري نو حاصل یې کړه
او د خپلې ټولې شتمنۍ په بیه عقل ترلاسه کړه!
۸ په درنه سترګه ورته ګوره نو تا به سرلوړی کړي.
که غاړه ورته ورکړې نو ته به عزتمن شې.
۹ ستا په سر به د افتخار شمله کېږدي
او ښکلی تاج به در په سر کړي.»
۱۰ نو ای زما زویه! ما ته غوږ شه او خبرې مې ومنه
نو په دې کار سره به دې عمر ډېر شي.
۱۱ تا ته مې د حکمت لار وښودله
او ته مې د صداقت په لارو روان کړې.
۱۲ په ګرځېدو کې به دې پښه په څه شي نه لګیږي
او په منډه وهلو کې به نه ښویېږې.
۱۳ نصیحت ته مې غاړه کېږده او له لاسه یې مه ورکوه
ټینګه ساتنه یې وکړه ځکه چې هغه ستا ژوند دی.
۱۴ د بدکارانو په لاره قدم مه ږده
او د شر اچوونکو په لاره تلل مه کوه.
۱۵ ځان ترې وساته او پرې مه ځه
مخ ترې واړوه او ورڅخه تېر شه.
۱۶ ځکه دوی ته خوب نه ورځي چې چا ته یې زیان نه وي رسولی
او تر هغې نه ویده کیږي ترڅو چې بل یې نه وي غورځولی.
۱۷ شرارت ورته د ډوډۍ په شان وي چې تل یې خوري
او ظلم ورته د هغو شرابو په شان دی چې تل یې څښي.
۱۸ خو د نېکانو لار د سباوون د رڼا په شان ده
چې روښنایي یې زیاتیږي ترڅو د غرمې رڼا لګیږي.
۱۹ د بدکارانو لار د تورې تیارې په شان ده
او په دې نه پوهیږي چې د لوېدلو سبب یې څه دی.
۲۰ نو ای زما زویه! خبرو ته مې پام کوه
او څه چې درته وایم نو په غور یې واوره.
۲۱ هغه له خپل نظر نه مه لېرې کوه
او د زړه په تل کې یې تل وساته.
۲۲ څوک چې یې مني نو هغه ته اوږد ژوند ورکوي
او ټول وجود ته یې شفا وربخښي.
۲۳ له هر څه نه لومړی د خپل زړه پوره پام ساته
ځکه چې زړه دې د ټول ژوند سرچینه ده.
۲۴ د خپلې خولې نه دې کږې وږې خبرې لېرې کړه
او له غولوونکو خبرو نه خپله ژبه وساته.
۲۵ خپلې مخې ته سم او مخامخ ګوره
او سترګې دې هماغه لور ته ونیسه.
۲۶ د خپلو قدمونو په لاره پوره فکر وکړه
نو بیا به دې د ژوند ټولې چارې ډاډمنې شي.
۲۷ یو قدم هم ښي او چپ خواته مه ګرځه
او خپلې پښې له بدۍ نه لېرې وساته.