چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د سلیمان د متلونو کتاب
پنځم فصل
له زنا څخه ځان ساتل
۱ ای زما زویه! زما د حکمت خبرو ته پام کوه
او د پوهې نه ډکو خبرو ته مې غوږ ونیسه
۲ نو بیا به د دې لایق شې چې څنګه خبرې او چلند وکړې
او ستا د خولې خبرې به دا وښایي چې ته پوه او عالم یې.
۳ د بدلمنې ښځې شونډې خوږې او تری شات څڅیږي
او د خولې خبرې یې د زیتونو له تېلو نه غوړې او نرمې دي
۴ خو په اخر کې هغه د زهرو او زقوم په شان ترخه وي
او خوله یې د دوهمخې تورې په څېر تېره وي.
۵ د داسې ښځې پښې د مرګ په لور روانې دي
او مخامخ د ګور په لور قدمونه اخلي.
۶ هېڅکله د ژوند په سمه لار فکر نه کوي
او نه پوهیږي چې لارې یې له سرګردانۍ ډکې دي.
۷ نو ای زما زامنو! ما ته غوږ ونیسئ
او څه چې درته وایم له هغه نه مخ مه اړوئ.
۸ له داسې ښځې نه ځان لېرې ساته
او د کور دروازې ته یې هم مه ورنژدې کېږه
۹ هسې نه چې خپل عزت له لاسه ورکړې
او ځواني دې د بېرحمه انسان په لاس کې ولویږي
۱۰ او په شتمنۍ دې پردي ماړه شي
او د زحمت نتیجه دې د بل چا کور ته لاړه شي.
۱۱ کله چې دې د بدن غوښې له کټ نه وڅڅیږي
نو په اخر کې به فریادونه کوې
۱۲ او بیا به افسوس کوې: «ولې مې نصیحت نه اورېده
او څومره به مې زړه نیوکه سپکه ګڼله؟
۱۳ د خپلو ښوونکو خبره به مې نه منله
او د خپلو استاذانو خبرو ته به مې غوږ نه نیوه.
۱۴ ناڅاپه د بربادۍ کندې ته وغورځېدم
او د جرګې او خلکو په مخکې وشرمېدم.»
د خپلې ښځې سره مینه کول
۱۵ یوازې له خپلې ذخیرې نه د مینې اوبه څښه
لکه څنګه چې له خپلې څاه نه اوبه څښې.
۱۶ نو دا مناسب ده چې ستا د اوبو چینې دې په لارو کې تویې شي
او د لښتیو په څېر دې په کوڅو کې روانې وي؟
۱۷ دا د مینې اوبه دې یوازې ستا وي
او له پردیو سره دې شریکې نه شي.
۱۸ نو ستا د اوبو په چینه دې برکت شي
او د ځوانۍ د وخت له خپلې ښځې نه دې خوند واخلې.
۱۹ هغه یوه مینه ناکه هوسۍ او ښکلې غرڅنۍ ده
او د بدن په ښکلا به یې هر وخت موړ شې
او د هغې مینه به دې تل سرګردانه کړي.
۲۰ نو ای زما زویه! ولې د بل د ښځې په مینه کې سرګردانه یې
او د هغه د ښځې سره یو ځای غاړه په غاړه ویده کېږې؟
۲۱ نو د انسان ټولې لارې د څښتن تر نظر لاندې دي
او هغه په خپله د انسان ټولې لارې چارې څاري.
۲۲ د بدکاره انسان بدکاري هغه په دام کې نښلوي
چې د خپلې ګناه په رسۍ کې به ټینګ ونیول شي.
۲۳ هغه به د اصلاح له نشتوالي نه مړ شي
او د خپل جهالت له ډېروالي نه به سرګردانه شي.