د زبورونو کتاب

لسم زبور

د عدالت دپاره دعا

۱ ای څښتنه ولې لېرې ته ودرېږې؟

د سختیو وخت کې ولې پټوې ځان؟

۲ کبرجن دي بدکاران او ځوروي دوی غریبان

هغوی دې ګېر شي هغو نقشو کې

چې جوړې کړې دي دوی

۳ کوي فخر بدکاران په خپلو بدو خواهشاتو

حریصان سپکوي څښتن ورته ښکنځلې کوي

۴ هېڅ پروا د څښتن نه کړي بدکاران

دوی له کبره کوي فکر چې خدای هېڅ دی

۵ تل کامیاب دي بدکاران خپلو کارو کې

د دوی د پوهې نه اوچت دي قضاوتونه د خدای

وهي ملنډې دوی په خپلو ټولو دښمنانو باندې

۶ خپلو زړونو کې دوی وایي:

«نه لړزېږو مونږ هېڅکله

په پېړیو کې ځورېږو نه هېڅکله»

۷ خولې یې ډکې د لعنتونو، دروغو او اخطارونو

او د ژبو په سرونو یې بدي او شرارت دی

۸ نژدې کلیو کې ځانونه پټوي

بې‌ګناه خلک قتلوي پټو ځایونو کې

د دوی سترګې د کم‌بختو څار کوي

۹ د زمریانو په شان دوی کړي انتظار پټو ځایو کې

دوی پراته وي انتظار کې د خوارانو

دوی رانیسي او راکاږي دا خواران خپلو دامو کې

۱۰ دي بې‌وزله قربانیان پراته ټوټې ټوټې

دي مات کړي د بدکارو زور دا خلک

۱۱ بدکاران خپلو ځانونو سره وایي:

«خدای هېر کړي هغه ټول دي

هغه سترګې پټې کړې ما به نه ویني هېڅکله»

۱۲ راپاڅه ای څښتنه

سزا ورکړه بدکارانو ته ای خدایه

ته هېر نه کړې هغه خلک چې محتاج دي

۱۳ بدکاره خلک ولې خدای سپکوي؟

خپلو ځانونو سره داسې وایي:

«هغه به ماته سزا نه راکوي»

۱۴ خو ته ګورې او د خلکو تکلیفونه او غمونه وینې

نو تل د مرستې ورکولو ته تیار یې

خدایه سپاري مسکینان ځانونه تاته

ته همېش د یتیمانو مددګار یې

۱۵ کړه مات لاسونه د بدانو او بدکارو خلکو

ته هغوی ته د بدیو سزا ورکړه

چې نور ونه کړي دا کار په اینده کې

۱۶ تل ترتله به پاچا وي څښتن

نور قومونه نابودیږي به د ځمکې د ده

۱۷ ته دعا اورې څښتنه، د خوارانو

ورکوې د هغوی زړونو ته قوت

۱۸ د یتیمانو، مظلومانو فریادونه اورې

د دوی په حق کې قضاوت کوې ته

چې فاني انسان یې نور ونه وېروي