د زبورونو کتاب

یوولسم زبور

په څښتن باندې باور

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ زه په څښتن لرم باور، هغه به وساتي ما

څنګه تاسو ما ته ویلی شئ دا:

والوزه غرونو ته مرغۍ په شانتې

۲ بدکارانو تیار کړي دي خپل غشي

هم راکش کړې یې لیندې خپلې دي

چې د تیارې نه پرې نېکان وولي

۳ که ویجاړ شي بنیادونه

څه به وکړي بیا نېکان؟

۴ څښتن دی په خپل سپېڅلي کور کې

د هغه تخت دی پاس په اسمان کې

هغه څاري ټول خلک په هرځای کې

او پوهیږي چې څه کوي دوی

۵ د بدکارانو او نېکانو امتحان اخلي

کوي نفرت د هغه چا چې زور‌زیاتی خوښوي

۶ وروي به سرې سکروټې او ګوګړ په بدکارانو

وي په برخه به یې بادونه سوځوونکي

۷ څښتن نېک دی خوښوي نېک عملونه

د څښتن دیدن به وکړي چې کوي نېک کردارونه