د زبورونو کتاب

یوولسم زبور

په څښتن باندې باور

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ زه په څښتن لرم باور، هغه به وساتي ما

څنګه تاسو ماته دا ویلی شئ:

«والوزه مرغۍ په شانتې غرونو ته

۲ بدکارانو تیار کړي دي خپل غشي

هم راکش کړې یې لیندې خپلې دي

چې د تیارې نه پرې نېکان وولي

۳ که ویجاړ شي بنیادونه

څه به وکړي بیا نېکان؟»

۴ څښتن په خپل سپېڅلي کور کې دی

د هغه تخت پاس په اسمان کې دی

هغه ټول خلک څاري په هرځای کې

او پوهیږي چې دوی څه کوي

۵ اخلي امتحان د بدکارانو او نېکانو نه

کوي نفرت د هغه چا چې زورزیاتی خوښوي

۶ وروي به سرې سکروټې او ګوګړ په بدکارانو

وي په برخه به یې بادونه سوځوونکي

۷ څښتن نېک دی خوښوي نېک عملونه

د څښتن دیدن به وکړي چې کوي نېک کردارونه