کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
یوولسم زبور
په څښتن باندې باور
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
۱ زه په څښتن لرم باور، هغه به وساتي ما
څنګه تاسو ما ته ویلی شئ دا:
والوزه غرونو ته مرغۍ په شانتې
۲ بدکارانو تیار کړي دي خپل غشي
هم راکش کړې یې لیندې خپلې دي
چې د تیارې نه پرې نېکان وولي
۳ که ویجاړ شي بنیادونه
څه به وکړي بیا نېکان؟
۴ څښتن دی په خپل سپېڅلي کور کې
د هغه تخت دی پاس په اسمان کې
هغه څاري ټول خلک په هرځای کې
او پوهیږي چې څه کوي دوی
۵ د بدکارانو او نېکانو امتحان اخلي
کوي نفرت د هغه چا چې زورزیاتی خوښوي
۶ وروي به سرې سکروټې او ګوګړ په بدکارانو
وي په برخه به یې بادونه سوځوونکي
۷ څښتن نېک دی خوښوي نېک عملونه
د څښتن دیدن به وکړي چې کوي نېک کردارونه