د زبورونو کتاب

دولسم زبور

د مصیبت په وخت کې د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره چې دروند اواز لري د داود زبور)

۱ مرسته وکړه ای څښتنه!

دیندار خلک پاتې نه شول

وفادار انسانان ورک شول له دنیا نه

۲ دروغ وایي یو بل ته هغوی ټول

هغوی یو بل غولوي په چاپلوسۍ

۳ غوړه‌مالې ژبې غوڅې کړه څښتنه!

بندې هم لافو کې خولې کړه چې وایي:

۴ مونږ په خپلو ژبو شو ګټلی هر څه

مونږ ویلی شو هر څه چې مونږ یې غواړو

هېڅوک نه شي کړای زمونږه مخنیوی

۵ څښتن وایي: خو راپاڅېږمه به زه اوس

دا په دې چې ظلم کیږي غریبانو باندې

محتاجان کوي زګېروي له خپله درده

ورته ور به کړم امنیت چې په ارمان یې دي

۶ د څښتن ټولې وعدې داسې سوچه دي

لکه اووه ځله چې سپین زر

په داشونو کې سوچه شي

۷‏-۸ بدکاران دي په هرځای کې

ټول ستاینه کړي د بدو

ای څښتنه، مونږه تل په امن ساته

مونږه وساته له دارنګه کسانو