Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
دولسم زبور
د مصیبت په وخت کې د مرستې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره چې دروند اواز لري د داود زبور)
۱ مرسته وکړه ای څښتنه!
دیندار خلک پاتې نه شول
وفادار انسانان ورک شول له دنیا نه
۲ دروغ وایي یو بل ته هغوی ټول
هغوی یو بل غولوي په چاپلوسۍ
۳ غوړهمالې ژبې غوڅې کړه څښتنه!
بندې هم لافو کې خولې کړه چې وایي:
۴ مونږ په خپلو ژبو شو ګټلی هر څه
مونږ ویلی شو هر څه چې مونږ یې غواړو
هېڅوک نه شي کړای زمونږه مخنیوی
۵ څښتن وایي: خو راپاڅېږمه به زه اوس
دا په دې چې ظلم کیږي غریبانو باندې
محتاجان کوي زګېروي له خپله درده
ورته ور به کړم امنیت چې په ارمان یې دي
۶ د څښتن ټولې وعدې داسې سوچه دي
لکه اووه ځله چې سپین زر
په داشونو کې سوچه شي
۷-۸ بدکاران دي په هرځای کې
ټول ستاینه کړي د بدو
ای څښتنه، مونږه تل په امن ساته
مونږه وساته له دارنګه کسانو