چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
لسم زبور
د عدالت دپاره دعا
۱ ای څښتنه ولې لېرې ته ودرېږې؟
د سختیو وخت کې ولې پټوې ځان؟
۲ کبرجن دي بدکاران او ځوروي دوی غریبان
هغوی دې ګېر شي هغو پلانونو کې
چې جوړ کړي دي دوی
۳ کوي فخر بدکاران په خپلو بدو خواهشاتو
حریصان سپکوي څښتن او کوي ورته ښکنځلې
۴ هېڅ پروا د څښتن نه کړي بدکاران
دوی له کبره کوي فکر چې خدای هېڅ دی
۵ تل کامیاب دي بدکاران خپلو کارو کې
دي اوچت قضاوتونه د خدای د دوی د پوهې نه
وهي ملنډې دوی په خپلو ټولو دښمنانو باندې
۶ خپلو زړونو کې دوی داسې وایي:
نه لړزېږو مونږ هېڅکله
په پېړیو کې ځورېږو نه هېڅکله
۷ ډکې یې خولې دي د اخطارونو،
لعنتونو او دروغو څخه
او بدي او شرارت یې دی د ژبو په سرونو
۸ پټوي نژدې کلیو کې ځانونه
بېګناه خلک قتلوي پټو ځایو کې
څار کوي د دوی سترګې د کمبختو
۹ د زمریانو په شان دوی کړي انتظار پټو ځایو کې
دوی پراته وي انتظار کې د خوارانو
دوی رانیسي او راکاږي دا خواران خپلو دامو کې
۱۰ دي بېوزله قربانیان پراته ټوټې ټوټې
دي مات کړي د بدکارو زور دا خلک
۱۱ بدکاران خپلو ځانونو سره وایي:
خدای هېر کړي هغه ټول دي
هغه سترګې پټې کړې ما به نه ویني هېڅکله
۱۲ راپاڅه ای څښتنه
سزا ورکړه بدکارانو ته ای خدایه
ته هېر نه کړې هغه خلک چې محتاج دي
۱۳ بدکاره خلک ولې خدای سپکوي؟
خپلو ځانونو سره داسې وایي:
هغه به ما ته سزا نه راکوي
۱۴ خو ته ګورې او د خلکو تکلیفونه او غمونه وینې
نو تل د مرستې ورکولو ته تیار یې
خدایه سپاري مسکینان ځانونه تا ته
ته همېش د یتیمانو مددګار یې
۱۵ لاسونه مات کړه د بدانو او بدکارو
ته هغوی ته د بدیو سزا ورکړه
چې نور ونه کړي دا کار په اینده کې
۱۶ تل ترتله به پاچا وي څښتن
نور قومونه نابودیږي به د ده له ځمکې
۱۷ ته دعا اورې څښتنه د خوارانو
ورکوې د هغوی زړونو ته قوت
۱۸ د یتیمانو، مظلومانو فریادونه اورې
د دوی په حق کې قضاوت کوې ته
چې فاني انسان یې نور ونه وېروي