د زبورونو کتاب

درېم زبور

د مرستې دپاره سهارنۍ دعا

(د داود زبور، کله چې هغه د خپل زوی ابشالوم څخه تښتېدلی ؤ)

۱څومره ډېر مې دښمنان دي ای څښتنه

څومره ډېر دي چې زما په ضد پاڅیږي

۲زما په هکله کړي خبرې او دوی وایي:

«خدای به ونه ژغوري هغه»

۳خو څښتنه په خطر کې ګردچاپېره مې ته سپر یې

راکوې کامیابي ماته، راکوې زړورتیا ماته

۴زه فریاد کوم څښتن ته د کومک

راکوي هغه ځواب د سپېڅلې غونډۍ خپلې

۵زه څملمه ویده کېږم

ټوله شپه ساتي څښتن مې

۶نه وېرېږم له زرګونو دښمنانو

چې راتاو له هرې خوا نه دي پر ما

۷ای څښتنه زما پاڅه!

ومې ژغوره زما خدایه

ژامې ماتې کړه زما د دښمنانو

او غاښونه وباسه د بدکارانو

۸د څښتن له خوا خلاصون ورکول کیږي

په خپل قوم باندې دې وي ستا برکت