چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څومره ډېر مې دښمنان دي ای څښتنه
څومره ډېر دي چې زما په ضد پاڅیږي
۲ زما په هکله کړي خبرې او دوی وایي:
«خدای به ونه ژغوري هغه»
۳ خو څښتنه په خطر کې ګردچاپېره مې ته سپر یې
راکوې کامیابي ماته، راکوې زړورتیا ماته
۴ زه فریاد کوم څښتن ته د کومک
راکوي هغه ځواب د سپېڅلې غونډۍ خپلې
۵ زه څملمه ویده کېږم
ټوله شپه ساتي څښتن مې
۶ نه وېرېږم له زرګونو دښمنانو
چې راتاو له هرې خوا نه دي پر ما
۷ ای څښتنه زما پاڅه!
ومې ژغوره زما خدایه
ژامې ماتې کړه زما د دښمنانو
او غاښونه وباسه د بدکارانو
۸ د څښتن له خوا خلاصون ورکول کیږي
په خپل قوم باندې دې وي ستا برکت