د زبورونو کتاب

څلورم زبور

د مرستې دپاره ماښامنۍ دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور)

۱ ای زما دفاع کوونکی خدایه

ته قبوله زما دعا کړه

په سختۍ او په تنګۍ کې

وکړه تا راسره مرسته

مهربان اوسه پر ما

او زما واوره دعا

۲ ترڅو به تاسو سپکوئ ما خلکو؟

ترڅو به تاسو خوښوئ دا بې‌ارزښته شیان؟

ترڅو به ګرځئ په دروغو پسې؟

۳ تاسې پوه شئ څښتن کړل غوره

وفادار خلک د ځان دپاره

کله چې کړمه زه دعا قبلوي یې هغه

۴ وېرې نه ولړزېږئ نوره ګناه مه کوئ

کله چې تاسو خپل بستر کې غلي پرېوځئ

وکړئ په دې هکله ژور فکر

۵ وکړئ مناسبې قربانۍ د خپل څښتن دپاره

او وکړئ هغه باندې توکل

۶ کوي ډېر خلک پوښتنه او وایي:

څوک به وي چې وکړي خپل احسان په مونږ؟

ای څښتنه وځلوه نور دې د خپل ځان په مونږ

۷ تا ما ته دومره خوشحالۍ راکړې

چې وې زیاتې د هغوی د غلو او د شرابو د حاصل نه

۸ څملم او ویده به شم په سوله کې

ای څښتنه یوازې ته یې چې خوندي به مې ساتې