Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
څلورم زبور
د مرستې دپاره ماښامنۍ دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور)
۱ ای زما دفاع کوونکی خدایه
ته قبوله زما دعا کړه
په سختۍ او په تنګۍ کې
وکړه تا راسره مرسته
مهربان اوسه پر ما
او زما واوره دعا
۲ ترڅو به تاسو سپکوئ ما خلکو؟
ترڅو به تاسو خوښوئ دا بېارزښته شیان؟
ترڅو به ګرځئ په دروغو پسې؟
۳ تاسې پوه شئ څښتن کړل غوره
وفادار خلک د ځان دپاره
کله چې کړمه زه دعا قبلوي یې هغه
۴ وېرې نه ولړزېږئ نوره ګناه مه کوئ
کله چې تاسو خپل بستر کې غلي پرېوځئ
وکړئ په دې هکله ژور فکر
۵ وکړئ مناسبې قربانۍ د خپل څښتن دپاره
او وکړئ هغه باندې توکل
۶ کوي ډېر خلک پوښتنه او وایي:
څوک به وي چې وکړي خپل احسان په مونږ؟
ای څښتنه وځلوه نور دې د خپل ځان په مونږ
۷ تا ما ته دومره خوشحالۍ راکړې
چې وې زیاتې د هغوی د غلو او د شرابو د حاصل نه
۸ څملم او ویده به شم په سوله کې
ای څښتنه یوازې ته یې چې خوندي به مې ساتې