کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای زما دفاع کوونکی خدایه
ته قبوله زما دعا کړه
په سختۍ او په تنګۍ کې
وکړه تا راسره مرسته
مهربان اوسه پر ما
او زما واوره دعا
۲ ترڅو به تاسو سپکوئ ما خلکو؟
ترڅو به تاسو خوښوئ دا بېارزښته شیان؟
ترڅو به ګرځئ په دروغو پسې؟
۳ تاسې پوه شئ څښتن کړل غوره
وفادار خلک د ځان دپاره
کله چې کړمه زه دعا قبلوي یې هغه
۴ وېرې نه ولړزېږئ نوره ګناه مه کوئ
کله چې تاسو خپل بستر کې غلي پرېوځئ
په دې هکله ژور فکر وکړئ
۵ وکړئ مناسبې قربانۍ د خپل څښتن لره
او په هغه باندې توکل وکړئ
۶ ډېر خلک پوښتنه کړي او وایي چې
«څوک به وي چې وکړي خپل احسان په مونږ؟»
ای څښتنه وځلوه نور دې د خپل ځان په مونږ
۷ تا ماته دومره خوشحالي راکړې
چې دي زیاتې د غلو او د شرابو حاصل د هغوی
۸ څملم او ویده به شم په سوله کې
ای څښتنه صرف ته یې چې خوندي به مې ساتې