د زبورونو کتاب

پنځم زبور

د ساتنې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د شپېلیو سره د داود زبور)

۱ واوره ای څښتنه ته ګفتار زما

وکړه پام په اسوېلو زما

۲ ای زما پاچا ای زما خدایه!

واوره ته فریاد زما کومک لره

ځکه چې زه تا ته دعا کومه

۳ هر سهار کې اواز اورې ته زما

هر سهار کې زه کوم درته دعا

انتظار د ځواب کړمه زه له تا

۴ نه یې داسې خدای چې خوښوې بدکاري

اوسېدلی نه شي له تا سره هېڅ ډول ګناهکار

۵ ستا حضور کې کبرجن ودرېدلی نه شي

ته نفرت لرې له ټولو بدکارانو

۶ ټول دروغجن هلاکوې ته

ظالمان او چلبازان هم سپکوې ته

۷ خو په سبب د ستا له زیاتې او تلپاتې مینې

زه به درشمه ستا کور ته

او ستا له وېرې په سجده به شمه

ستا سپېڅلي کور ته

۸ ای څښتنه، زما ډېر دي دښمنان

لارښوونه راته وکړه چې زه وکړم ستا رضا

زما مخې ته کړه خپله لار صفا

۹ ځکه چې نشته رښتیا د هغوی په خوله کې

او زړونه یې غواړي د نورو بربادي

او ژبې یې ډکې دي

د ریاکارۍ او چل او وله څخه

ستوني یې خلاص دي لکه د قبر په شان

۱۰ ته سزا هغوی ته ورکړه

او محکوم یې کړه ای خدایه

چې په خپلو دسیسو خپله برباد شي

په سبب د دوی د ډېرو ګناهونو

په سبب د سرکښۍ ستا مقابل کې

هغوی وشړه بیخي له خپل حضوره

۱۱ پرېږده چې وي خوشحال هغه ټول کسان

څوک چې تا ته پناه دروړي

پرېږده چې ووایي مدام د خوشحالۍ سندرې

وساته هغوی چې کوي مینه ستا د نوم سره

په رښتیا چې وي خوشحال ستا له امله

۱۲ نېکانو ته ای څښتنه، ورکوې ته برکت

کړي به ستا رحم د هغوی حفاظت

لکه د سپر په شان