د زبورونو کتاب

دري پنځوسم زبور

د انسان ګناه

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مهلات» په تال د داود زبور)

(زبور ۱۴)

۱ کم‌عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته

هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه

دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي

۲ په انسانانو له اسمانه خدای نظر ساتي خپل

ترڅو وګوري کوم شته داسې عاقل

چې رجوع وکړي هغه ته

۳ خو هغوی ټول مرتدان شول

ورسره هم فاسدان شول

دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي

یو هم نه کړي نېک کردار

۴ خدای کوي دغه پوښتنه:

«بدکاران هېڅ نه پوهیږي؟

زما خلک داسې خوري دوی

لکه وږي چې ډوډۍ خوري

هېڅ دعا نه کوي ماته»

۵ خو په دوی باندې به داسې وېره راشي

چې به هېڅ نه وي موجود په حقیقت کې

وشیندي خدای به د هغو هډوکي

چا چې د خدای قوم کلابند کړی دی

دغه خلک دي خدای رد کړي

نو اسراییل به پوره ماتې ورکړي

۶ کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونه

برکت چې کله بیا ورکړې خدایه خپل ولس ته

بیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شي

اسراییل به په دې کار سره خوشحال شي