د زبورونو کتاب

دوه پنځوسم زبور

د بدکاره کس برخلیک

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور، کله چې دواغ ادومي شاوول ته ورغی او ورته ویې ویل چې داود د اخیملک کور ته تللی ؤ.)

۱ ای زوروره، څه له فخر کړې په خپلو بدو؟

ده تلپاتې د خدای مینه

۲ ته پلانونه جوړوې چې کړې تباه نور خلک

د ستا ژبه د چاړې په شان تېره ده

ته همېش جوړوې دروغ

۳ له نېکۍ نه بدي زیاته خوښوې ته

له رښتیا څخه دروغ ډېر خوښوې ته

۴ ای دروغجنه! دا خوښیږي د ستا

چې په خبرو خپلو زیان خلکو ته ورسوې

۵ نو خدای به تا کړي تل دپاره نابود

هغه به ونیسي تا او له خپله کوره به دې وتښتوي

او ستا ریښې به د ژوندیو له دنیا وباسي

۶ نېکان به وویني دا، شي به حیران

هغوی به هغه پورې خندا کوي او وبه وایي:

۷ «وګورئ هغه زورور ته تاسو

چې په خدای یې تکیه نه کړه خیر دپاره

بلکې په خپلې شتمنۍ باندې تکیه کوله

په بدکارۍ کې یې خپل خیر لټاوه»

۸ خو زه یمه د زیتون د هغې ونې په شان

چې د خدای کور کې راشنه کیږي هغه

په ابدي مینه د خدای زه تل توکل کومه

۹ هغو کارونو په خاطر چې تا دي کړي خدایه

همېشه شکر کوم

زه به اعلان کړم ستا د قوم په مخکې

ستا وفادارو خلکو مخکې به اعلان وکړم

چې مهربان یې خدایه