کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای زوروره، څه له فخر کړې په خپلو بدو؟
ده تلپاتې د خدای مینه
۲ ته پلانونه جوړوې چې کړې تباه نور خلک
د ستا ژبه د چاړې په شان تېره ده
ته همېش جوړوې دروغ
۳ له نېکۍ نه بدي زیاته خوښوې ته
له رښتیا څخه دروغ ډېر خوښوې ته
۴ ای دروغجنه! دا خوښیږي د ستا
چې په خبرو خپلو زیان خلکو ته ورسوې
۵ نو خدای به تا کړي تل دپاره نابود
هغه به ونیسي تا او له خپله کوره به دې وتښتوي
او ستا ریښې به د ژوندیو له دنیا وباسي
۶ نېکان به وویني دا، شي به حیران
هغوی به هغه پورې خندا کوي او وبه وایي:
۷ «وګورئ هغه زورور ته تاسو
چې په خدای یې تکیه نه کړه خیر دپاره
بلکې په خپلې شتمنۍ باندې تکیه کوله
په بدکارۍ کې یې خپل خیر لټاوه»
۸ خو زه یمه د زیتون د هغې ونې په شان
چې د خدای کور کې راشنه کیږي هغه
په ابدي مینه د خدای زه تل توکل کومه
۹ هغو کارونو په خاطر چې تا دي کړي خدایه
همېشه شکر کوم
زه به اعلان کړم ستا د قوم په مخکې
ستا وفادارو خلکو مخکې به اعلان وکړم
چې مهربان یې خدایه