د زبورونو کتاب

دوه پنځوسم زبور

د بدکاره کس سرنوشت

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور، کله چې دواغ ادومي شاوول ته ورغی او ورته ویې ویل چې داود د اخیملک کور ته تللی ؤ.)

۱ ای زوروره، ولې فخر کوې په خپلو بدو؟

ده تلپاتې د خدای مینه

۲ ته پلانونه جوړوې چې کړې تباه نور خلک

ستا ژبه ده تېره لکه چاړې په شان

ته همېش جوړوې دروغ

۳ له نېکۍ نه بدي زیاته خوښوې ته

له رښتیا څخه دروغ ډېر خوښوې ته

۴ ای دروغجنه! دا خوښیږي د ستا

چې په خبرو خپلو زیان خلکو ته ورسوې

۵ نو خدای به تا کړي تل دپاره نابود

هغه به ونیسي تا او له خپله کوره به دې وتښتوي

او ستا ریښې به د ژوندیو له دنیا وباسي

۶ نېکان به وویني دا او شي به حیران

هغوی به کاندي په هغه پورې خندا او وبه وایي:

۷ وګورئ هغه زورور ته تاسو

چې په خدای یې تکیه نه کړه خیر دپاره

بلکې تکیه یې کوله خپلې شتمنۍ باندې

په بدکارۍ کې یې خپل خیر لټاوه

۸ خو زه یمه د زیتون د هغې ونې په شان

چې د خدای کور کې راشنه کیږي هغه

په ابدي مینه د خدای تل توکل کومه

۹ هغو کارونو په خاطر چې تا دي کړي خدایه

همېشه شکر کوم

زه به اعلان کړم ستا د قوم په مخکې

ستا وفادارو خلکو مخکې به اعلان وکړم

چې مهربان یې خدایه