Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
څلورپنځوسم زبور
له دښمن څخه د ساتنې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور، وروسته د هغې چې د زیف اوسېدونکي سړي شاوول ته ورغلل او هغه ته یې وویل چې داود زمونږ په سیمه کې پټ دی)
۱ ته په خپل واک باندې ما خلاص کړه خدایه
قضاوت د عدالت وکړه په خپل قوت زما
۲ خدایه زما دعا قبوله کړه ته
زما خبرو ته ته غوږ ونیسه
۳ پردي خلک کړي په ما باندې حمله
ظالمان کوي کوښښ چې ومې وژني
هغه دي چې نه لري پروا د خدای
۴ خو خدای زما دی مددګار
څښتن ساتونکی دی زما د ژوند
۵ خدای دې راوګرځوي بد عملونه په دښمن زما
ای خدایه ته زما د حفاظت وعده په ځای کړه
او ته ختم کړه هغوی
۶ د رضاکاره نذرانې سره به تا ته قرباني کومه ای څښتنه
زه به شکر ستا کومه ځکه ته یې مهربانه
۷ زه دې د ټولو تکلیفونو نه خلاص کړی یمه
په خپلو سترګو د دښمن ماتې لیدلې ده ما