چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ته په خپل واک باندې ما خلاص کړه خدایه
وکړه قضاوت د عدالت په خپل قوت زما
۲ خدایه زما دعا قبوله کړه ته
زما خبرو ته ته غوږ ونیسه!
۳ پردي خلک کړي په ما باندې حمله
ظالمان کوي کوښښ چې ومې وژني
هغه دي چې نه لري پروا د خدای
۴ خو خدای زما دی مددګار
څښتن ساتونکی دی زما د ژوند
۵ خدای دې راوګرځوي خپل بد عملونه په دښمن زما
ای خدایه زما د حفاظت وعده په ځای کړه او ته ختم یې کړه
۶ د رضاکاره نذرانې سره به تاته قرباني کومه ای څښتنه
زه به شکر ستا کومه ځکه ته یې مهربانه
۷ زه دې د ټولو تکلیفونو نه خلاص کړی یمه
په خپلو سترګو د دښمن ماتې لیدلې ده ما