چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
پنځه پنځوسم زبور
د دوست د خیانت په هکله دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور)
۱ دعا قبوله کړه زما خدایه
زما زاریو ته شا مه اړوه
۲ زما خبرو ته غوږ ونیسه او راکړه ځواب
زه اندېښنو سخت راګېر کړی یم زګېروي کومه
۳ د دښمنانو له شورونو وېرېدلی یمه
زه له ظلمه د بدکارو ځپل شوی یمه
هغوی په ما باندې تکلیف اچوي
هغوی په قهر دي په زړه کې له ما کرکه کوي
۴ زړه مې سینه کې په لړزان دی
او د مرګ وېره ده پرېوتې په ما
۵ لړزه او وېره ده راغلې په ما
او غالب شوی دی هیبت په ما
۶ کاشکې لرلی مې وزرونه د کوترې په شان
الوتلی به وای لېرې او ارام به وای
۷ زه به لېرې ګرځېدلی
اوسېدلی به په دښته کې وای زه
۸ د سخت باد او سخت توفان نه
ما به زر ځانته موندلی پناه ځای وای
۹ ای څښتنه، ګډې وډې کړه خبرې ته زما د دښمنانو
ځکه زه وینم ظلم او جنګ په ښار کې
۱۰ شپه او ورځ یې دېوالونو باندې ګرځي
له بدیو، تکلیفونو یې ډک کړی
۱۱ په هرځای تباهي ده
کوڅې ډکې دي له ظلم او ټګۍ نه
۱۲ که دا وای زما دښمن چې په ما وهي ملنډې
ما به صبر کړی وای
که دا وای زما رقیب چې وهي راته دی لافې
ترې پټ شوی به وای زه
۱۳ خو ته یې یو زما له خپلو خلکو
زما یار یې او ملګری وفادار یې
۱۴ مونږ د یو بل سره لرلې صمیمې خبرې
د نورو خلکو سره یوځای د خدای کور ته
عبادت ته به تلو
۱۵ دښمنان دې زما مړه شي یوناڅاپه
دوی دې ورښکته شي ګور ته ژوندي
ځکه بدي د هغوی زړونو او کورونو کې ده
۱۶ زه کړم فریاد خدای ته کومک دپاره
ما به وژغوري هماغه څښتن
۱۷ سهار، غرمه او ماښام
شکایتونه او فریاد کومه
او زما اواز به واوري
۱۸ سره له دې چې دښمنان مې زیات دي
خو دی ما له هغه جنګه سلامت ژغوري
۱۹ هغه خدای چې له ازله په تخت ناست دی
هغه به واوري دعاګانې زما
دوی ته به ورکړي ماتې
ځکه چې دوی له بدو لارو څخه نه راګرځي
له خدایه نه وېریږي
۲۰ زما ملګري په دوستانو خپلو وکړه حمله
ده کړلو مات هغه خپل کړی تړون
۲۱ د ده خبرې وې خوږې له شاتو
خو په زړه کې د جګړې اراده
د ده خبرې له ورېښمو پستې
خو پرېکول یې کړل لکه د تورو په شان
۲۲ خپل مشکلات دې څښتن ته پرېږده
هغه به وکاندي ساتنه د ستا
هغه به هېڅکله پرېنږدي نېکان
چې دوی وغورځیږي
۲۳ ته به ای خدایه، دا ټګمار قاتلان
د بربادۍ کندې ته وغورځوې
هغوی به مړه شي په ځوانۍ کې
خو زه به تا باندې توکل کومه