د زبورونو کتاب

شپږپنځوسم زبور

په خدای باندې توکل

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د څېړیو په لېرې ونو کې ناستې کوترې» په تال، د داود زبور، وروسته د هغې چې فلسطینیانو هغه په جت کې ونیوه.)

۱ په ما رحم وکړه خدایه

ځکه خلک راپسې دي

ما همېشه ځوروي خپل دښمنان

۲ زما دښمنان دي راپسې ټوله ورځ

کوي بریدونه په ما ډېر خلک په غرور سره

۳ کله چې ووېرېږم

نو زه به تا باندې توکل وکړمه

۴ کوم ستاینه زه د خدای د وعدو

زه توکل کړم په هغه او نه وېرېږمه زه

فاني انسان څه شي کولای په ما؟

۵ بدلوي زما دښمنان ټوله ورځ زما خبرې

تل دسیسې جوړوي چې راته زیان ورسي

۶ پټو ځایو کې راټولیږي هغوی

څارنه کړي زما د هر حرکت

په دې امید کې دي چې ومې وژني

۷ بدکاران دي دوی نو مه پرېږده چې تېښته وکړي

ته رانسکور کړه د دښمن قومونه په خپل قهر سره

۸ تا دي شمېرلې زما ټولې لالهانده ورځې

تا نیولی زما د اوښکو حساب

د هغوی لست ستا په کتاب کې نشته؟

۹ په هغه ورځ چې تا ته وکړم فریاد

بېرته په شا به شي زما دښمنان

په دې پوهېږمه زه

ځکه چې خدای دی ولاړ زما په طرف

۱۰ کوم ستاینه زه د خدای د وعدو

کوم ستاینه د څښتن د وعدو

۱۱ زه توکل کوم په خدای او نه وېرېږمه زه

څه کولای شي انسان ما سره؟

۱۲ ما چې منلي دي نذرونه تا ته

هغه زه پوره کومه خدایه

زه به ادا کړم نذرانې د شکرانې تا ته

۱۳ ځکه چې تا کړمه زه خلاص له مرګه

زه دې کړم بچ د تیندکونو څخه

نو زه به وګرځم د خدای حضور کې

هغې رڼا کې کوم چې خلکو ته ژوندون ورکوي