د زبورونو کتاب

شپږپنځوسم زبور

په خدای باندې توکل

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د څېړیو په لېرې ونو کې ناستې کوترې» په تال، د داود زبور، وروسته د هغې چې فلسطینیانو هغه په جت کې ونیوه.)

۱ په ما رحم وکړه خدایه

ځکه خلک راپسې دي

خپل دښمنان ما همېشه ځوروي

۲ زما دښمنان دي راپسې ټوله ورځ

کوي بریدونه په ما ډېر خلک په غرور سره

۳ کله چې ووېرېږم

نو زه به تا باندې توکل وکړمه

۴ کوم ستاینه زه د خدای د وعدو

زه توکل کړم په هغه او نه وېرېږمه زه

فاني انسان څه شي کولای په ما؟

۵ زما دښمنان بدلوي ټوله ورځ زما خبرې

دسیسې تل راجوړوي چې راته زیان ورسي

۶ پټو ځایو کې راټولیږي هغوی

څارنه کړي زما د هر حرکت

په دې امید کې دي چې ومې وژني

۷ بدکاران دي دوی نو مه پرېږده چې تېښته وکړي

ته رانسکور کړه د دښمن قومونه په خپل قهر سره

۸ تا دي شمېرلې زما ټولې لالهانده ورځې

زما د اوښکو حساب تا نیولی

د هغوی لست ستا په کتاب کې نشته؟

۹ په هغه ورځ چې تاته وکړم فریاد

بېرته په شا به شي زما دښمنان

په دې پوهېږمه زه

ځکه چې خدای دی ولاړ زما په طرف

۱۰ کوم ستاینه زه د خدای د وعدو

کوم ستاینه د څښتن د وعدو

۱۱ زه توکل کوم په خدای او نه وېرېږمه زه

څه کولای شي انسان ما سره؟

۱۲ ما چې منلي دي نذرونه تاته

هغه زه پوره کومه خدایه

زه به ادا کړم نذرانې د شکرانې تاته

۱۳ ځکه چې تا کړمه زه خلاص له مرګه

زه دې کړم بچ د تیندکونو څخه

نو زه به وګرځم د خدای حضور کې

هغې رڼا کې کوم چې خلکو ته ژوندون ورکوي