Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
اووه پنځوسم زبور
د خطر په وخت کې د مرستې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور، وروسته د هغې چې د شاوول څخه سمڅې ته وتښتېده.)
۱ په ما رحم وکړه خدایه، رحم وکړه
ځکه چې تا ته مې پناه راوړې
پناه به واخلم زه ستا د وزرو تر سیوري لاندې
ترڅو تېر دغه افت شي
۲ زه کومه خدای تعالی ته فریاد
هغه خدای ته چې زما دپاره
پوره کوي خپل مقصد
۳ کړي له اسمانه به قبوله مې دعا نجات به راکړي ما ته
هغه چې ما باندې کړي ظلم خدای به یې وشرموي
خدای به راوښایي وفا او هم تلپاتې مینه
۴ زه ګېر یم د داسې دښمنانو له خوا
د انسان غوښو ته دي وږي د زمرو په شان
د دوی غاښونه دي د غشو او نېزو په شان
د هغوی ژبې دي تېرې لکه د تورو په شان
۵ خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې
په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه
۶ دی دښمنانو راته ایښی دام چې مې ګېر کړي
له پرېشانۍ نه ستړی شوی یمه
کنده کیندلې وه هغوی راته په لاره کې
خو دوی په خپله په کې ولوېدل
۷ زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه زه ډاډه یم
زه به وایمه سندرې ستا صفت به کوم
۸ شه راویښ ای زما ځانه
ای زما چنګ او ربابه رابېدار شئ
زه راویښ به سباوون کړم
۹ ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کې
هم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې
۱۰ تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورې
وفاداري دې تر فلکه رسي
۱۱ خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې
په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه