د زبورونو کتاب

اووه پنځوسم زبور

د خطر په وخت کې د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور، وروسته د هغې چې د شاوول څخه سمڅې ته وتښتېده.)

۱ په ما رحم وکړه خدایه، رحم وکړه

ځکه چې تا ته مې پناه راوړې

پناه به واخلم زه ستا د وزرو تر سیوري لاندې

ترڅو تېر دغه افت شي

۲ زه کومه خدای تعالی ته فریاد

هغه خدای ته چې زما دپاره

پوره کوي خپل مقصد

۳ کړي له اسمانه به قبوله مې دعا نجات به راکړي ما ته

هغه چې ما باندې کړي ظلم خدای به یې وشرموي

خدای به راوښایي وفا او هم تلپاتې مینه

۴ زه ګېر یم د داسې دښمنانو له خوا

د انسان غوښو ته دي وږي د زمرو په شان

د دوی غاښونه دي د غشو او نېزو په شان

د هغوی ژبې دي تېرې لکه د تورو په شان

۵ خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې

په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه

۶ دی دښمنانو راته ایښی دام چې مې ګېر کړي

له پرېشانۍ نه ستړی شوی یمه

کنده کیندلې وه هغوی راته په لاره کې

خو دوی په خپله په کې ولوېدل

۷ زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه زه ډاډه یم

زه به وایمه سندرې ستا صفت به کوم

۸ شه راویښ ای زما ځانه

ای زما چنګ او ربابه رابېدار شئ

زه راویښ به سباوون کړم

۹ ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کې

هم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې

۱۰ تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورې

وفاداري دې تر فلکه رسي

۱۱ خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې

په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه