کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
اته پنځوسم زبور
بدکارانو ته د سزا ورکولو دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور)
۱ ایا تاسو مشران کله کوئ په عدالت پرېکړه؟
ایا کوئ قضاوت په انصاف باندې هرچا سره؟
۲ تاسو همېش جوړوئ بد پلانونه خپل زړونو کې
د زورزیاتي ډک جرمونه په دنیا کې کوئ
۳ بدکاران وي د مور د خېټې نه بېلارې پیدا
چې پیدا شوي دي دروغ وایي هغوی له هغې ورځې نه
۴ هغوی له زهرو څخه ډک دي د مارانو په شان
د چمچه مار په شان بند کړي یې دي خپل غوږونه
۵ کوم چې نه اوري اواز د پاړوګرو
نه منتر د ښو ماهرو پاړوګرو
۶ د دې ځوانو زمرو مات کړه ته غاښونه خدایه
څیرې کړه داړې د دوی ای څښتنه
۷ داسې دې ورکې شي دوی
لکه څنګه چې اوبه غیب شي په وچه ځمکه
کله چې ولي دوی خپل غشي بېاثره دې وي
۸ لکه حلزون په شان دې ویلي شي چکړو کې دوی
هغه ماشوم په شان دې شي
چې مړ پیدا شي او لمر ونه ګوري
۹ وي د اغزو د اور په څېر
او مخکې له دې چې دېګي ستاسې شي ګرم
ټول که لامده دي او که وچ، شي به له منځه ولاړ
۱۰ عادلان به شي خوشحاله چې سزا د ګناهکار وویني
د بدکارانو خلکو وینه کې هغوی به خپلې پښې ووینځي
۱۱ خلک به وایي: په رښتیا چې نېکان اجر مومي
بې له شکه دا خدای دی چې دنیا باندې کوي قضاوت