۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

څوارلسم باب

ژبه اَؤ نبوت کول

۱اول دَ مينے لټُون کوئ خو دَ نورو رُوحانى نعمتُونو هم خواهش لرئ، اَؤ دَ هغو نه خصوصاً دَ نبوت. ۲څوک چه په روحانى ژبه کښے خبرے کوى نو هغه دَ خلقو سره نه، بلکه دَ خُدائے سره خبرے کوى، ځکه چه څوک دَ هغۀ په خبره پوهيږى نه اګر که هغه دَ رُوح په وسيله دَ راز خبرے کوى. ۳خو څوک چه دَ خُدائے کلام آؤروى هغه دَ خلقو سره دَ آبادئ اَؤ نصيحت اَؤ دَ تسلئ خبرے کوى. ۴څوک چه په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى هغه دَ خپل ځان ترقى کوى اَؤ څوک چه نبُوت کوى هغه دَ جماعت ترقى کوى.

۵زَۀ به په دے خوشحاله يم چه تاسو ټول په رُوحانى ژبو کښے خبرے کوئ خو زيات دا غواړم چه تاسو دَ نبى په شان دَ خُدائے کلام دَ آؤرولو توان لرئ. اَؤ که رُوحانى ژبے ويُونکى دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره تشريح نۀ کوى نو بيشکه دَ نبى په شان کلام آؤروُونکے دَ هغۀ نه لوئے دے. ۶زما ملګرو، تاسو فرض کړئ چه کله چه زَۀ تاسو ته درشم اَؤ په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوم نو زَۀ تاسو ته څۀ فائده رسوم، تر څو چه زَۀ دَ کشف يا دَ عِلم يا دَ نبى په شان کلام يا دَ تعليم خبرے تاسو ته ونۀ کړم؟

۷تر دے چه بے ساه څيزُونه هم چه دَ کُومو نه چه آواز راوزى لکه شپيلئ يا رباب، که چرے دَ هغوئ په آوازُونو کښے فرق نۀ وى نو څوک به څۀ فرق کولے شى چه کُوم يو ساز غږيږى؟ ۸که چرے دَ بګل آواز صفا نۀ وى نو جنګ ته به څوک ځان تيار کړى؟ ۹هم دغه شان که چرے ستاسو په خپلو ژبو کښے خبرے صفا نۀ وى نو څوک به ستاسو په هغه خبره پوهه شى؟ تاسو به تش باد ته خبرے کوئ. ۱۰په دُنيا کښے څومره ژبے چه دى خو په دوئ کښے داسے يوه هم نِشته چه بے معنىٰ وى. ۱۱خو که چرے زَۀ دَ خبرے کوُونکى په ژبه نۀ پوهيږم نو دَ هغۀ خبرے به ما ته پردئ ښکارى اَؤ زما به هغۀ ته پردئ ښکارى. ۱۲نو کله چه تاسو دَ رُوحانى نعمتُونو خواهِش لرئ نو داسے کوشِش کوئ چه ستاسو دا نعمتُونه دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره وى.

۱۳نو بيا زَۀ وايم چه څوک چه په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى نو هغه دِ دُعا وکړى چه دَ تشريح کولو جوګه شى. ۱۴دَ دے دَ پاره که زَۀ په دُعا کښے هم دغه شان ژبه اِستعمالوم نو زما رُوح خو دُعا کوى ولے عقل مے بے کاره دے. ۱۵نو بيا څۀ کول پکار دى؟ زَۀ به په رُوح کښے هم دُعا غواړم اَؤ په عقل کښے به هم دُعا کوم، زَۀ به په رُوح کښے هم دَ ثنا سندرے ووايم اَؤ په عقل کښے هم. ۱۶فرض کړه، که تۀ په رُوح کښے ثنا کوے اَؤ يو نا آشنا سړے چه هلته موجُود وى نو هغه به ستا په شکر ګذارئ څنګه آمين ووائى؟ ځکه چه هغه په دے نۀ پوهيږى چه تۀ څۀ وايئے. ۱۷ستا شکر ګذاری خو ښه ده خو هغه بل سړى ته څۀ مدد نۀ ورکوى.

۱۸دَ خُدائے شکر کوم چه زَۀ له تاسو نه زيات په رُوحانى ژبو کښے خبرے کوم. ۱۹خو زَۀ په جماعت کښے دَ نورو دَ تعليم اَؤ دَ پوهے دَ پاره تشے پينځۀ خبرے غوره ګڼم، په ځائے دَ دے چه په رُوحانى ژبه کښے لس زره خبرے وکړم.

۲۰اَئے زما ملګرو! په پوهه کښے ماشُومان مه جوړيږئ، بدئ ته خو ماشُومان شئ خو په پوهه کښے ځوانان. ۲۱په تورات کښے ليکلى دىچه خُدائے وائى : 

”زَۀ به دے قوم ته په پردو ژبو

اَؤ په غيرو شُونډو خبرے وکړم

اَؤ بيا به هم هغوئ زما خبرے وانۀ ورى.“

۲۲نو رُوحانى ژبے دَ ايماندارانو دَ پاره نه، بلکه دَ بے ايمانانو دَ پاره نخښے دى اَؤ دَ نبى په شان کلام کول دَ بے ايمانانو دَ پاره نه، بلکه دَ ايماندارانو دَ پاره نخښے دى.

۲۳نو بيا که ټول جماعت يو ځائے راغونډ وى اَؤ رُوحانى ژبے وائى اَؤ نابلده يا بے ايمانه خلق دَ ننه راشى نو آيا هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟ ۲۴خو که دَ نبى په شان کلام کوئ اَؤ څوک بے ايمانه يا نابلده دَ ننه راشى نو هغه به قائل شى اَؤ هر څۀ چه آؤرى، به دَ هغۀ جاج واخلى. ۲۵اَؤ دَ هغۀ دَ زړۀ راز به څرګند شى اَؤ بيا به هغه پړ مخ په سجده پريوزى اَؤ اِقرار به وکړى چه بيشکه خُدائے په تاسو کښے دے!

هر څۀ په ترتيب سره کول

۲۶نو اَئے زما ورُوڼو، لنډه دا چه هر کله چه تاسو عبادت ته جمع کيږئ نو هر يو دِ په تاسو کښے دَ زبُور، تعليم، کشف يا دَ رُوحانى ژبے دَ تشريح خيال لرى اَؤ دا ټولے خبرے به دِ دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره وى. ۲۷که څوک په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى نو تش دوه کسان يا زيات نه زيات درے دِ وار په وار خبرے وکړى اَؤ څوک دِ ئے خامخا تشريح کوى. ۲۸اَؤ کۀ څوک تشريح کوُونکے نۀ وى نو ښه به دا وى چه رُوحانى ژبه ويُونکے دِ په جماعت کښے چُپ پاتے شى اَؤ په خپل زړۀ کښے اَؤ دَ خُدائے سره دِ خبرے وکړى. ۲۹که څوک دَ نبيانو په شان کلام کول غواړى نو په هغوئ کښے دوه يا درے تنه دِ خبرے وکړى اَؤ باقى خلق دِ دَ هغۀ دَ خبرو جاج واخلى. ۳۰خو که په موجُوده خلقو کښے چا ته دَ خُدائے کلام ورکړے شى نو وړُومبے کس دِ خاموش شى. ۳۱په تاسو ټولو کښے په يو وخت يو کس دَ نبى په شان کلام کولے شى، دَ دے دَ پاره چه ټول ئے زده کړى اَؤ تسلى مُوندلے شى. ۳۲څوک چه دَ نبى په شان کلام کوى، هغوئ دِ په خپل ځان قابُو ساتى. ۳۳ځکه چه خُدائے دَ بدنظمئ نه، بلکه دَ امن بانى دے.

لکه چه دَ پاکانو په ټولو جماعتُونو کښے ده ۳۴ښځے دِ خاموشے کښينى. هغوئ ته دَ خبرو کولو حُکم نِشته بلکه دَ شريعت په مُطابق دِ تابعدارے اوسى. ۳۵اَؤ که هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو دَ خپلو خاوندانو نه په کور کښے تپوس کولے شى. دا دَ شرم خبره ده چه ښځے دَ جماعت په غونډه کښے خبرے کوى.

۳۶آيا دَ خُدائے کلام دَ تاسو نه راوتلے دے څۀ؟ يا صرف تاسو هغه خلق يئ چه تاسو له رارسيدلے دے؟ ۳۷که چرے چا دَ نبى په شان کلام کولو يا ئے رُوحانى نعمت مُوندلے دے نو هغه دِ پوهه شى چه کُومے خبرے چه زَۀ تاسو ته ليکم هغه دَ مالِک حُکم دے. ۳۸اَؤ که چرے هغه دا نۀ منى نو نۀ دِ منى، هغه به هم نامنظور شى.

۳۹نو ځکه اَئے زما ورُوڼو، لنډه دا چه دَ نبى په شان دَ کلام کولو خواهش لرئ اَؤ په رُوحانى ژبه کښے خبرے کول مه منع کوئ. ۴۰خو ټولے خبرے په شائستګئ اَؤ ترتيب سره کوئ.