۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

دويم باب

۱ما په خپل زړۀ کښے دا اِراده کړے وه چه که زما درتلل تاسو له دَ غم سبب ګرځى نو بيا تاسو له نۀ درځم. ۲ځکه چه که زَۀ تاسو غمژن کړم نو ما به څوک خوشحالوى، بغير دَ هغو نه څوک چه زما په وجه غمژن شوى دى. ۳اَؤ ما تاسو ته هغه خبره ليکلے وه دَ دے دَ پاره چه هسے نه چه زما په راتلو چه ما ته په چا خوشحاليدل په کار دى زَۀ دِ دَ هغوئ په وجه غمژن يم، ځکه چه زما په تاسو ټولو دَ دے خبرے باور دے چه کُومه چه زما خوشحالى ده هغه ستاسو دَ ټولو ده. ۴ځکه چه ما دَ ډير مُصيبت اَؤ دَ خفګان په حالت کښے په ډيرو اوښکو سره تاسو ته ليکلى وُو خو دَ دے دَ پاره نه چه تاسو دِ غمژن شئ بلکه دَ دے دَ پاره چه تاسو هغه لوئے مُحبت معلُوم کړئ، کُوم چه زما تاسو سره دے.

قصُوروار له مُعافى ورکول

۵اَؤ که څوک ستاسو په مينځ کښے دَ غم سبب شوے دے نو هغه تش زما دَ غم نه، بلکه څۀ قدرے ستاسو ټولو دَ غم باعث شو، دَ دے دَ پاره چه په هغۀ زياته سختى ونۀ کړم. ۶دغه سزا چه هغۀ دَ ډيرو خلقو له طرف نه ومُونده دَ داسے سړى دَ پاره پُوره ده. ۷پس دَ دے برعکس غوره دا ده چه دَ هغۀ قصُور مُعاف کړئ اَؤ تسلى ورکړئ دَ دے دَ پاره چه هغه دَ غم دَ زياتوالى په وجه تباه نۀ شى. ۸دَ دے دَ پاره زَۀ تاسو ته سوال کوم چه دَ هغۀ په حقله مُحبت ښکاره کړئ. ۹ځکه چه ما دَ دے دَ پاره هم ليکلى وُو چه تاسو وآزمائيم چه تاسو په ټولو خبرو کښے حُکم منُونکى يئ اَؤ که نه. ۱۰تاسو چه چا ته څۀ مُعاف کوئ هغۀ ته ئے زَۀ هم مُعاف کوم ځکه چه هغه څۀ چه مُعاف کړى وى نو دَ مسيح دَ قائم مُقام کيدو په سبب مے ستاسو دَ خاطره مُعاف کړى دى، ۱۱دَ دے دَ پاره چه دَ شيطان وار راباندے کامياب نۀ شى ځکه چه مُونږ دَ هغۀ دَ چلُونو نه ناواقفه نۀ يُو.

دَ پولوس انديښنه اَؤ مرسته

۱۲اَؤ هر کله چه زَۀ دَ مسيح زيرى ورکولو له ترواس ته راغلم اَؤ مالِک ما ته دروازه خلاصه کړه، ۱۳نو زما رُوح آرام ونۀ مُوندو ځکه چه ما خپل ورور تيطوس ونۀ مُوندو، نو دَ هغوئ نه مے رُخصت واخستو اَؤ مِکدونيه ته لاړم. ۱۴خو دَ خُدائے شکر دے څوک چه په مسيح کښے مُونږ لکه دَ قيديانو دَ فتحمندئ په جُلوس بيائى اَؤ دَ هغۀ دَ عِلم خوشبُوئ زمُونږ په وسيله په هر ځائے خوروى. ۱۵ځکه چه مُونږ دَ خُدائے په نزد خلاصُون موندُونکو اَؤ هلاکيدُونکو، دواړو دَ پاره، دَ مسيح خُوشبُوئ يُو. ۱۶بعضو ته دَ مړ کيدو دَ پاره دَ مرګ بُوئ اَؤ بعضو له دَ ژوندانۀ دَ پاره دَ ژوندُون بوئ يُو، اَؤ څوک دے چه دَ دے خبرو لائق دے؟ ۱۷ځکه چه مُونږ دَ بنجارى په شان نۀ يُو، څوک چه دَ خُدائے کلام خرڅوى بلکه مُونږ دَ زړۀ په صفايئ اَؤ دَ خُدائے دَ طرفه خُدائے حاضر ګڼُو اَؤ دَ مسيح دَ خادمانو په شان خبرے کوُو.