فصل قبلی

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

اول باب

سلام

۱دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په مرضئ دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے اَؤ ورور تيموتيوس له طرفه دَ خُدائے دَ هغه جماعت په نُوم کُوم چه په کورنتوس کښے دے اَؤ دَ ټولو اخيه دَ پاکانو په نُوم، ۲زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ طرفه په تاسو فضل اَؤ سلامتى دِ حاصله وى.

دَ پولوس دَ خُدائے شکر ګذاری

۳زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه دَ رحمتُونو پلار اَؤ دَ هر قِسم تسلئ خُدائے دے. ۴هغه زمُونږ په ټولو مُصيبتُونو کښے مُونږ له تسلى راکوى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغه تسلئ سره چه مُونږ له ئے خُدائے راکوى هغو ته هم مُونږ دَ تسلئ ورکولو جوګه شُو څوک چه په څۀ نه څۀ مُصيبت کښے ګير دى. ۵ځکه چه څۀ رنګ دَ مسيح تکليفُونه په مُونږ زياتيږى دغه شان دَ مسيح په وسيله زمُونږ تسلئ هم زياتيږى. ۶که مُونږ مُصيبتُونه تيروُو نو ستاسو دَ تسلئ اَؤ خلاصُون دَ خاطره اَؤ که تسلى مُومُو نو ستاسو دَ تسلئ په خاطر دَ کُومے په تاثير چه تاسو په صبر هغه تکليفُونه وزغمئ کُوم چه مونږه هم زغمُو. ۷اَؤ زمُونږ اُميد ستاسو په حقله ډير کلک دے ځکه چه مُونږ په دے پوهه يُو چه څۀ رنګ چه تاسو زمُونږ په تکليفُونو کښے شريک يئ، هم دغه شان په تسلئ کښے هم يئ. ۸اَئے ورُوڼو! مُونږ دا نۀ غواړُو چه تاسو دِ دَ هغه مُصيبت نه ناخبره پاتے شئ کُوم چه دَ ايشيا په صُوبه کښے په مُونږ راغلو اَؤ زمُونږ دَ حد نه بهر اَؤ دَ طاقت نه زيات وو اَؤ تر دے چه مُونږ دَ ژوندانۀ نه هم لاس ووينځو. ۹بلکه په خپل ځان مو دَ مرګ دَ حُکم يقين وشو دَ دے دَ پاره چه په ځان هيڅ ويسا پاتے نۀ شى بلکه په هغه خُدائے څوک چه مړى ژوندى کوى. ۱۰نو هم هغۀ مُونږ دَ داسے لوئے هلاکت نه خلاص کړُو اَؤ خلاصوى به مو، اَؤ مُونږ دَ هغۀ نه دا اُميد لرُو چه وړاندے به مو هم خلاصوى. ۱۱اَؤ که چرے تاسو هم په جمع په دُعا سره زمُونږ مدد کوئ، نو خُدائے به دَ ډيرو خلقو دَ دُعا جواب ورکړى، اَؤ هم ډير خلق به زمُونږ دَ آزاديدو دَ خاطره دَ هغۀ شکر وکړى.

دَ پولوس دَ مُلاقات اِراده بدلول

۱۲مُونږ ته په دے خبره فخر دے بلکه زمُونږ زړۀ ګواهى کوى چه دُنيا ته اَؤ خاص تاسو ته دَ خُدائے غوندے دَ رښتينوالى اَؤ دَ زړۀ دَ پاکوالى سره ګُزران کولو اَؤ مُونږ دَ دُنيا دَ حِکمت نه کار وانۀ خستو بلکه دَ خُدائے په فضل مو باور وکړو. ۱۳مُونږ تاسو ته نورے خبرے نۀ ليکُو بغير دَ هغو نه کومے چه تاسو لولئ يا ئے منئ، اَؤ زما اُميد دے چه تر آخره پورے به پرے پوهيږئ. ۱۴څۀ رنګ چه تاسو به په مُونږ فخر کوئ دغه رنګ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په ورځ به مُونږ په تاسو فخر کوُو.

۱۵اَؤ هم په دے باور ما دا اِراده کړے وه چه اول تاسو له درشم دَ دے دَ پاره چه تاسو سره دوه ځله ملاقات وشى، ۱۶اَؤ ستاسو په لاره مِکدونيه ته لاړ شم اَؤ دَ مِکدونيه نه به بيا تاسو له درشم اَؤ تاسو مے يهُوديه ته رُخصت کړئ. ۱۷پس ما چه دا اِراده کړے وه نو آيا زَۀ ګنى خپلے اِرادے څۀ زر زر بدلوم؟ اؤ زۀ دَ يو دُنياوى سړى په شان خپله اِراده هو په نه اؤ نه په هو کښے بدلوم؟ ۱۸لکه چه خُدائے رښتينے دے دغه شان زمُونږ لوظ تاسو سره وو، يعنے دَ هو په ځائے هو اَؤ دَ نه په ځائے نه. ۱۹ځکه چه دَ خُدائے زوئے عيسىٰ مسيح دَ چا زيرے چه مُونږ، يعنے ما اَؤ سيلوانوس اَؤ تيموتيوس په تاسو کښے خور کړے دے، په هغۀ کښے داسے خبرے نۀ وے چه هو وے اَؤ بيا وروستو په نه کښے بدلے شوے بلکه هو، هو پاتے شو. ۲۰ځکه چه دَ خُدائے چه هر څومره لوظُونه دى هغه په مسيح کښے هو شُو، اَؤ هم دغه وجه ده چه دَ هغۀ په وسيله پرے آمين هم وشو، دَ دے دَ پاره چه زمُونږ په وسيله دَ خُدائے جلال څرګند شى. ۲۱اَؤ په حقيقت کښے خُدائے چه ئے تاسو اَؤ مُونږ په مسيح کښے مظبُوط کړى يُو، هغۀ مُونږ غوره کړى يُو، ۲۲اَؤ خپل مُهر ئے په مُونږ لګولے دے چه مُونږ دَ هغۀ يُو اَؤ زمُونږ په زړُونو کښے ئے خپل رُوح اچولے دے چه دَ راتلُونکو برکتُونو ضمانت دے.

۲۳زَۀ خُدائے خپل ګواه کوم چه زَۀ تر اوسه کورنتوس ته ځکه نۀ يم راغلے چه په تاسو مے رحم کيدو. ۲۴زمُونږ مقصد دا نۀ دے چه مُونږ دَ ايمان په خبرو په تاسو خامخا حُکم وچلوُو. مُونږ ته معلُومه ده چه تاسو په ايمان کښے قائم يئ اَؤ مُونږ تش تاسو سره ستاسو دَ خوشحالئ سبب جوړيدل غواړُو.

فصل قبلی