کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ اخیتوفل ابشالوم ته وویل: «اجازه راکړئ چې دولس زره کسان غوره کړم او نن شپه داود تعقیب کړم. ۲ دا وخت هغه ستړی او بې زړه شوی دی، زه به ورباندې حمله وکړم او وارخطا به یې کړم او د هغه ټول کسان به وتښتي. زه به یوازې پاچا ووژنم ۳ او د هغه ټول خلک به بېرته ستا خواته راواړوم. د یو سړي یعنې داود وژنه به د نورو ټولو خلکو د بېرته راتګ سبب وګرځي. هغوی به په سلامتۍ سره راستانه شي.» ۴ دا مشوره ابشالوم او د اسراییلو ټولو مشرانو ته ښه ښکاره شوه.
۵ بیا ابشالوم وویل: «حوشای راوغواړئ چې د هغه څخه هم واورو چې هغه څه وایي.» ۶ کله چې حوشای راورسېد، ابشالوم هغه د اخیتوفل د پلان څخه خبر کړ. بیا یې پوښتنه وکړه: «ته څه وایې؟ ایا د اخیتوفل مشوره ومنو؟ که نه، نو ته مونږ ته ووایه چې څه وکړو.» ۷ حوشای ځواب ورکړ: «دا ځل چې اخیتوفل کومه مشوره تاسو ته درکړې ده، هغه ښه نه ده. ۸ تاسو پوهېږئ چې ستاسو پلار داود او د هغه سړي ډېر سخت جنګیالي دي او هغوی د هغې اېږې په شان چې بچي یې تښتول شوي وي په قهر دي. ستاسو پلار یو تجربه لرونکی عسکر دی او هغه د شپې له خوا د خپلو کسانو سره نه پاتې کیږي. ۹ ګورئ! همدا اوس هغه په کومه کنده یا بل ځای کې پټ شوی دی. کله چې زمونږ د لښکرو څخه ځینې په لومړۍ حمله کې ووژل شي، هرڅوک چې دا واوري، وبه وایي چې د ابشالوم لښکرې له منځه تللې دي. ۱۰ نو حتی د ټولو نه زړور عسکر چې زړونه یې د زمري د زړه په شان دي هغوی به هم وارخطا شي، ځکه چې ټول اسراییلیان پوهیږي چې ستاسو پلار ډېر لوی جنګیالی دی او د هغه سړي هم زړور جنګیالي دي. ۱۱ نو زما مشوره دا ده چې د هېواد له یو سر څخه تر بله سره پورې یعنې د دان څخه تر بیرشبع پورې ټول اسراییلیان چې د بحیرې د شګو په شان ډېر دي، سره راټول کړئ او په جګړه کې تاسو په خپله د هغوی سره لاړ شئ. ۱۲ داود چې په هرځای کې وي مونږ به هغه راپیدا کوو او داسې به ورباندې وروغورځېږو لکه چې په ځمکه باندې پرخه پرېوځي. نه به هغه ژوندی پاتې شي او نه به د هغه د کسانو څخه څوک ژوندی پاتې شي. ۱۳ که چېرې هغه یو ښار ته ننوځي، نو ټول اسراییلیان به رسۍ ګانې راوړي او ښار به لاندې درې ته راوغورځوي. یوه تیږه به هم د ښار په غونډۍ باندې پاتې نه شي.» ۱۴ ابشالوم او ټولو اسراییلیانو وویل: «د حوشای مشوره د اخیتوفل د مشورې څخه ښه ده.» ځکه چې څښتن دا پرېکړه کړې وه چې د اخیتوفل ښه مشوره باطله کړي، د دې په خاطر چې ابشالوم تباه او برباد کړي.
۱۵ وروسته حوشای صادوق او ابیاتار کاهنانو ته وویل چې اخیتوفل څه وړاندیز کړی ؤ او د ده مشوره کومه وه. ۱۶ حوشای زیاته کړه: «اوس زر شئ! داود ته پیغام ورولېږئ چې د اردن د سیند په ګودر باندې چې په دښته کې دی شپه تېره نه کړي، بلکې سمدلاسه د سیند څخه تېر شي، ترڅو هغه او هغه خلک چې ورسره دي له منځه لاړ نه شي.»
۱۷ په دې وخت کې، یوناتان د ابیاتار زوی او اخیمعص د صادوق زوی د روجل په چینې چې د اورشلیم په غاړه وه انتظار کاوه، ځکه چې هغوی جرات نه کاوه چې ښار ته د ننوتلو په وخت کې ولیدل شي. یوه وینځه به تلله او هرڅه چې به پېښېدل، هغوی ته به یې خبر ورکاوه او بیا به دوی تلل او داود پاچا به یې خبراوه. ۱۸ خو یوه ورځ، یو هلک دوی ولیدل او ابشالوم یې خبر کړ. نو هغوی په چټکۍ سره په بحوریم کې د یو سړي کور ته ورغلل چې هلته پټ شي. د هغه په حویلۍ کې یوه څاه وه او هغوی هغې څاه ته ورښکته شول. ۱۹ د هغه سړي ښځې یوه پرده راواخیستله، د څاه په خولې باندې یې وغوړوله او غلې دانې یې ورباندې وشیندلې، ترڅو هېڅوک ورباندې پوه نه شي. ۲۰ کله چې د ابشالوم کسان کور ته راغلل، د هغې ښځې څخه یې پوښتنه وکړه: «اخیمعص او یوناتان چېرته دي؟» هغې ځواب ورکړ: «هغوی د سیند څخه تېر شول.» هغو کسانو هغوی ولټول خو پیدا یې نه کړل، نو هغوی بېرته اورشلیم ته ستانه شول. ۲۱ د هغوی د تګ څخه وروسته اخیمعص او یوناتان د څاه څخه راووتل، لاړل او داود پاچا یې خبر کړ. اخیتوفل چې کوم پلان د هغه او د هغه د کسانو په ضد جوړ کړی ؤ، هغه یې ورڅخه خبر کړ او ویې ویل: «زر شئ او د سیند څخه پورې وځئ.» ۲۲ نو داود د خپلو کسانو سره د اردن د سیند څخه په تېرېدلو پیل وکړ او د لمرخاته پورې هغوی ټول د سیند بلې خواته پورې وتل.
۲۳ کله چې اخیتوفل ولیدل چې د ده په مشورې باندې عمل ونه شو، په خپل خره باندې یې کته واچوله او بېرته خپل ښار ته ستون شو. وروسته له دې چې خپل کارونه یې سمبال کړل خپل ځان یې په دار باندې ځوړند کړ او مړ شو. هغه په خپله پلارنۍ هدیره کې ښخ شو.
۲۴ داود د محنایم ښار ته ورسېده او ابشالوم د اسراییلو د لښکر سره د اردن د سیند څخه تېر شو. ۲۵ ابشالوم عماسا د یوآب په ځای د لښکرو مشر ټاکلی ؤ. عماسا د اسراییلي یتر زوی ؤ، د هغه مور ابیجایل، د ناحاش لور وه او د یوآب د مور زرویه خور وه. ۲۶ ابشالوم او هغو اسراییلیانو چې د هغه سره وو، د جلعاد په خاوره کې خېمې ودرولې.
۲۷ کله چې داود محنایم ته ورسېده، هغه د ناحاش د زوی شوبي سره چې په عمون کې د ربه د ښار څخه ؤ، د عمییل د زوی ماخیر سره چې د لودبار څخه ؤ او د برزلای جلعادي سره چې د روجلیم څخه ؤ، مخامخ شو. ۲۸ هغوی بسترې، کاسې او خاورین لوښي راوړل. همدارنګه هغوی غنم، اوربشې، اوړه، وریتې شوې غلې دانې، دال، لوبیا، ۲۹ شات، مستې، د غواګانو د شیدو پنیر او پسونه هم د داود او د هغه د خلکو دپاره راوړل چې ویې خوري. ځکه چې هغوی ویل: «خلک به په دښته کې وږي، تږي او ستړي شوي وي.»