کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ داود خپل ټول کسان سره راټول کړل، په زر کسیزه او سل کسیزه ټولیو باندې یې ووېشل او د هغوی دپاره یې قوماندانان وټاکل. ۲ بیا یې هغوی په درې ګروپونو کې ولېږل، د لومړي ګروپ قوماندان یې یوآب، د دوهم ګروپ قوماندان یې د یوآب ورور ابیشای او د درېم ګروپ قوماندان یې جتي اتای وټاکه. پاچا خپلو کسانو ته وویل: «زه خپله هم تاسو سره ځم.» ۳ خو هغوی ځواب ورکړ: «تاسو باید زمونږ سره لاړ نه شئ، ځکه که چېرې مونږ مجبور شو چې وتښتو یا که زمونږ د خلکو څخه نیمایي هم ووژل شي، نو د دښمن دپاره به دا هېڅ فرق ونه کړي. خو ستاسو ارزښت زمونږ د لس زرو کسانو څخه زیات دی. اوس به ستاسو دپاره دا ډېره ښه وي چې په ښار کې پاتې شئ او مونږ ته مرسته راولېږئ.» ۴ پاچا ځواب ورکړ: «هرڅه چې تاسو ته ښه ښکاري هغه به وکړم.» بیا پاچا د دروازې تر څنګ ودرېده او د هغه کسان په زر کسیزه او سل کسیزه ټولیو کې د ښاره ووتل. ۵ هغه یوآب، ابیشای او اتای ته امر وکړ: «زما په خاطر ځوان ابشالوم ته زیان مه رسوئ.» ټولو لښکرو واورېدل چې داود خپل هر یو قوماندان ته دا امر ورکړ.
۶ د داود لښکر صحرا ته ووتل او د اسراییلیانو سره یې د افرایم په ځنګل کې جګړه وکړه. ۷ اسراییلیانو د داود د کسانو له خوا ماتې وخوړه. دا ډېره لویه وژنه وه، په هغې ورځ شل زره کسان ووژل شول. ۸ جګړه شاوخوا سیمې ته خپره شوه. د هغو کسانو شمېر چې په ځنګل کې د خطر له امله مړه شول د هغو کسانو څخه زیات ؤ چې په جګړه کې وژل شوي وو.
۹ ابشالوم ناڅاپه د داود د یو شمېر کسانو سره مخامخ شو، ابشالوم په قچر باندې سپور ؤ. قچر د څېړۍ د یوې لویې ونې لاندې روان ؤ چې د ابشالوم سر د ونې په شاخونو کې ونښت. قچر خپل تګ ته دوام ورکړ او ابشالوم په هوا کې ځوړند پاتې شو. ۱۰ کله چې یو سړي هغه ولیده، یوآب یې خبر کړ: «ما همدا اوس ابشالوم ولیده چې د څېړۍ په ونه کې ځوړند ؤ.» ۱۱ یوآب ځواب ورکړ: «ابشالوم دې ولیده؟ ولې دې په هغه ځای ونه واژه؟ ما به په خپل لاس تاته لس د سپینو زرو سکې او کمربند درکړی وای.» ۱۲ خو هغه کس ځواب ورکړ: «که ماته دې زر د سپینو زرو سکې هم راکړي وای ما به د پاچا د زوی په ضد خپل لاس پورته کړی نه وای. مونږ ټولو واورېدل چې پاچا تاته، ابیشای ته او اتای ته امر وکړ چې زما په خاطر ځوان ابشالوم ته زیان ونه رسوئ. ۱۳ له بلې خوا، که چېرې ما خیانت کړی وای او هغه مې وژلی وای، نو پاچا به اورېدلي وای. هغه د هرڅه څخه خبریږي، نو تا به زما څخه دفاع نه وای کړې.» ۱۴ یوآب وویل: «زه نه غواړم ستا سره نور وخت ضایع کړم.» هغه درې نېزې راواخیستلې او د ابشالوم په سینه کې یې چې تر هغه وخته لا ژوندی ؤ او د څېړۍ په ونه کې ځوړند ؤ، ورومنډلې. ۱۵ بیا د یوآب لس کسان چې د هغه وسلې به یې وړلې، ابشالوم ته ورنژدې شول او هغه یې وواژه.
۱۶ وروسته یوآب سرنی وواهه چې جګړه بس کړي. نو د هغه لښکرې د اسراییلیانو د تعقیبولو څخه بېرته راوګرځېدلې. ۱۷ هغوی د ابشالوم مړی راواخیست، په ځنګل کې یې په یوه ژوره کنده کې وغورځاوه او هغه یې د تیږو د یوې لویې ډېرۍ لاندې پټ کړ. بیا ټول اسراییلیان خپلو کورونو ته وتښتېدل. ۱۸ ابشالوم لا ژوندی ؤ چې یو څلی یې د پاچا په دره کې جوړ کړ او هغه یې د خپل ځان په نوم یاد کړ. دا کار یې ځکه وکړ چې هغه زوی نه درلود چې د ده نوم ژوندی وساتي. تر نن ورځې پورې هغه د ابشالوم د څلي په نوم یادیږي.
۱۹ بیا د صادوق زوی اخیمعص یوآب ته وویل: «پرېږده چې پاچا ته ورمنډه کړم او زېری ورباندې وکړم چې څښتن هغه د خپلو دښمنانو څخه ژغورلی دی.» ۲۰ یوآب وویل: «نه، نن ورځ به زېری نه وړې. کومه بله ورځ به دا کار وکړې، خو نن ورځ نه. ځکه چې د پاچا زوی مړ شوی دی.» ۲۱ بیا یوآب د پاچا ایتوپیایي خدمتګار ته وویل: «لاړ شه او څه چې دې لیدلي دي، پاچا ته یې ووایه.» ایتوپیایي یوآب ته د درناوي په خاطر سر ټیټ کړ او منډه یې کړه. ۲۲ اخیمعص یوځل بیا یوآب ته وویل: «هرڅه چې کیږي پروا نه کوي. اجازه راکړئ چې زه هم پاچا ته خبر یوسم. ایتوپیایی خو لا پخوا تللی دی.» خو یوآب ځواب ورکړ: «ای زویه، ته ولې غواړې چې لاړ شې؟ ته به د دې خبر څخه کوم انعام تر لاسه نه کړې.» ۲۳ اخیمعص بیا وویل: «هرڅه چې کیږي ودې شي. زه به لاړ شم.» یوآب وویل: «ښه، بیا لاړ شه!» نو اخیمعص د اردن د درې له لارې منډه کړه او خپل ځان یې د ایتوپیایي نه مخکې هلته ورساوه.
۲۴ داود ښار ته د ننوتلو او دباندې وتلو د دروازو ترمنځ ناست ؤ. پهره دار د دېوال سرته وخوت او د دروازې په بام باندې ودرېده. هغه خپلې سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې یو سړی یوازې رامنډې وهي. ۲۵ پهره دار غږ وکړ او پاچا ته یې خبر ورکړ. پاچا ورته وویل: «که چېرې یوازې وي، نو هغه به کوم خبر راوړی وي.» هغه سړی رانژدې کېده. ۲۶ بیا پهره دار یو بل سړی ولیده چې یوازې رامنډې وهي او هغه لاندېني پهره دار ته ورغږ وکړ: «ګوره! یو بل سړی هم یوازې رامنډې وهي!» پاچا ځواب ورکړ: «دا سړی هم کوم خبر راوړي.» ۲۷ پهره دار وویل: «ماته ښکاري چې د لومړني سړي منډه د اخیمعص په شان ده.» پاچا وویل: «هغه ښه سړی دی. هغه د ښه زېري سره راځي.»
۲۸ اخیمعص پاچا ته غږ وکړ: «هرڅه سم دي!» هغه د پاچا په مخکې د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل: «ثنا دې وي ستاسو څښتن خدای ته! هغه تاسو ته په هغو خلکو باندې بری درکړی دی چې ستاسو اعلیحضرت په وړاندې یې سرغړونه کړې وه!» ۲۹ پاچا پوښتنه وکړه: «ایا ځوان ابشالوم روغ دی؟» اخیمعص ځواب ورکړ: «کله چې یوآب زه او د پاچا خدمتګار رالېږلو ما د خلکو یوه لویه هنګامه ولیدله، خو زه پوه نه شوم چې هغه څه وو.»
۳۰ پاچا وویل: «یوې خواته ودرېږه.» نو هغه همداسې وکړل. ۳۱ بیا ایتوپیایی راورسېد او پاچا ته یې وویل: «ستاسو اعلیحضرت دپاره یو زېری لرم! څښتن نن ورځ تاسو ته په ټولو هغو خلکو باندې بری درکړی دی چې ستاسو په وړاندې یې سرغړونه کړې ده!» ۳۲ پاچا پوښتنه وکړه: «ایا ځوان ابشالوم روغ دی؟» ایتوپیایي ځواب ورکړ: «کاشکې هغه څه چې په هغه باندې وشول، ستاسو اعلیحضرت په ټولو دښمنانو او په ټولو هغو کسانو باندې وشي چې ستاسو په وړاندې سرغړونه کوي.»
۳۳ پاچا ډېر خفه شو. هغې کوټې ته وخوت چې د دروازې په سر باندې وه او په ژړا شو. د تګ په حال کې یې چیغې وهلې: «ای زما زویه ابشالومه! زما زویه، زما زویه ابشالومه! کاشکې زه ستا په ځای مړ وای، ای ابشالومه، زما زویه، زما زویه!»