د دوهم سموییل کتاب

نولسم فصل

یوآب د داود غندنه کوي

۱ یوآب ته خبر ورسېده چې داود پاچا ژاړي او د ابشالوم دپاره ویر کوي. ۲ نو د ټول لښکر دپاره د هغې ورځې بری په غم باندې بدل شو. ځکه چې هغوی واورېدل چې داود د خپل زوی دپاره ویر کوي. ۳ هغوی د هغو عسکرو په شان چې د جګړې څخه تښتېدلي وي او شرمیږي، په خاموشۍ سره بېرته ښار ته ورننوتل. ۴ پاچا خپل مخ پټ کړ او په لوړ اواز سره یې چیغې ووهلې: «ای زما زویه! زما زویه ابشالومه! ابشالومه زما زویه!» ۵ یوآب د پاچا کور ته ورغی او هغه ته یې وویل: «تا نن د خپلو ټولو کسانو چې ستا ژوند، ستا د زامنو ژوند او ستا د لورګانو او ستا د ښځو او وینځو ژوند یې وژغوره، سپکاوی وکړ. ۶ ته د هغه چا سره مینه کوې چې ستا څخه کرکه کوي او د هغه چا څخه کرکه کوې چې ستا سره مینه کوي. تا نن دا وښودله چې قوماندانان او د هغوی کسان ستا دپاره هېڅ معنی نه لري. زه پوه شوم چې که ابشالوم نن ژوندی وای او مونږ ټول مړه وای، نو ته به خوشحاله وای. ۷ اوس ووځه او هغه څه چې هغوی کړي دي د هغو په خاطر ورڅخه مننه وکړه! او که داسې ونه کړې، نو زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې سبا سهار به حتی یو سړی هم پاتې نه شي چې ستا طرفداري وکړي. دا به ستا په ټول ژوند کې د هغو ټولو بدبختیو څخه چې په تا باندې راغلي دي، ډېره بده وي.» ۸ نو پاچا پاڅېد، لاړ او د ښار د دروازې تر څنګ کښېناست. د هغه کسانو واورېدل چې پاچا هلته دی، نو هغوی ټول د هغه حضور ته راټول شول.

داود اورشلیم ته ستنیږي

په همدې وخت کې ټول اسراییلیان خپلو کورونو ته تښتېدلي وو. ۹ د اسراییلو په ټولو قبیلو کې خلکو یو د بل سره بحث کاوه او ویل یې: «داود پاچا مونږ د خپلو دښمنانو څخه خلاص کړي یو. هغه مونږ د فلسطینیانو څخه ژغورلي یو، خو اوس هغه د ابشالوم څخه تښتېدلی دی او وطن یې پریښی دی. ۱۰ مونږ ابشالوم د خپل پاچا په توګه ټاکلی ؤ، خو هغه په جګړه کې وژل شوی دی. نو بیا ولې څوک د دې کوښښ نه کوي چې داود پاچا بېرته راولي؟»

۱۱ هر هغه څه چې د اسراییلو خلکو ویلي وو، هغه د داود پاچا غوږ ته رسېدلي وو. نو داود پاچا صادوق او ابیاتار کاهنانو ته پیغام ورولېږه چې د یهودا سپین ږیرو ته ووایي: «ولې د پاچا په بېرته راوستلو کې د هغه خپلې ماڼۍ ته د ټولو څخه وروسته یئ؟ ۱۲ تاسو زما ورونه یئ، زما خپل هډوکي او خپله وینه یئ، نو ولې باید زما په بېرته راوستلو کې د ټولو څخه وروسته اوسئ؟» ۱۳ داود هغوی ته دا هم وویل چې عماسا ته ووایي: «ته زما خپل یې، له همدا اوس څخه تا د یوآب په ځای د لښکرو مشر ټاکم. که زه دا کار ونه کړم، نو خدای دې ما ووژني!» ۱۴ د داود په خبرو د یهودا خلک ډېر زر بېرته د هغه ملاتړي شول او هغوی پاچا ته پیغام ورولېږه چې د خپلو ټولو کسانو سره بېرته راستون شي. ۱۵ نو پاچا بېرته په ستنېدلو پیل وکړ. څنګه چې هغه د اردن سیند ته ورسېده، نو د یهودا خلک جلجال ته راغلل چې د پاچا مخې ته ورشي او هغه د سیند څخه راپورې باسي. ۱۶ په همدې وخت کې شمعي د بنیامیني جیرا زوی چې د بحوریم څخه ؤ، په بیړه سیند ته ورغی چې د داود پاچا سره لیدنه کتنه وکړي ۱۷ او د هغه سره زر تنه بنیامینیان وو. صیبا د شاوول د کورنۍ خدمتګار هم د خپلو پنځلس زامنو او شلو نوکرانو سره په بیړه د پاچا څخه مخکې سیند ته ورسېدل. ۱۸ هغوی د سیند په ګودر باندې پورې وتل چې د پاچا کورنۍ او ډله راپورې باسي او هرڅه چې پاچا غواړي ویې کړي.

داود شمعي بخښي

کله چې د جیرا زوی شمعي د اردن څخه پورې وت هغه د پاچا په مخکې په ځمکه باندې پړمخې پرېوت ۱۹ او هغه ته یې وویل: «اعلیحضرت دې ما ګناهکار ونه ګڼي. هغه غلطي هېره کړئ چې ما په هغه ورځ کړې وه چې تاسو د اورشلیم څخه تللئ. تاسو هغه غلطي له خپل ذهن څخه وباسئ. ۲۰ باداره! زه پوهېږم چې ما ګناه کړې ده، نو ځکه نن ورځ د شمالي قبیلو څخه زه لومړی راغلم چې تاسو اعلیحضرت سره لیدنه کتنه وکړم.» ۲۱ ابیشای د زرویه زوی وویل: «شمعي باید ووژل شي، ځکه چې هغه چاته یې ښکنځلې کړې دي چې څښتن هغه د پاچا په توګه غوره کړی دی.» ۲۲ خو داود ابیشای او د هغه ورور یوآب ته وویل: «زه ستاسو په شان نه یم! تاسو نن زما د دښمنانو په شان عمل کوئ. اوس زه یوځل بیا د اسراییلو پاچا یم او نن ورځ به د اسراییلو څخه هېڅوک ونه وژل شي.» ۲۳ نو پاچا شمعي ته وویل: «زه قسم خورم چې ته به ونه وژل شې.»

داود د مفیبوشت سره پخلا کیږي

۲۴ د شاوول لمسی مفیبوشت هم د پاچا سره د لیدنې کتنې دپاره راغی. له هغې ورځې څخه چې پاچا تللی ؤ تر دې ورځې پورې چې هغه په خیر سره راستون شو، هغه نه خپلې پښې وینځلې وې، نه یې خپله ږیره جوړه کړې وه او نه یې خپل کالي وینځلي وو. ۲۵ کله چې هغه د اورشلیم څخه د پاچا د لیدنې دپاره راغی، پاچا د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ای مفیبوشته، ولې زما سره لاړ نه شوې؟» ۲۶ هغه ځواب ورکړ: «لکه څنګه چې تاسو اعلیحضرت پوهېږئ زه شل یم. ما وویل: زه به په خپل خره باندې کته واچوم او په هغه باندې به سپور شم، ترڅو وکولای شم چې پاچا سره لاړ شم. خو زما خدمتګار صیبا زما سره خیانت وکړ. ۲۷ هغه تاسو، اعلیحضرت ته زما په اړه دروغ ویلي دي. خو تاسو د خدای د فرښتې په شان یئ، نو هرڅه چې تاسو ته ښه ښکاري هماغه وکړئ. ۲۸ ځکه زما د نیکه ټول اولادونه د دې وړ وو چې تاسو اعلیحضرت وژلي وای. خو تاسو ماته د هغو خلکو په منځ کې ځای راکړ چې ستاسو په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري. زه حق نه لرم چې ستاسو اعلیحضرت څخه د نورو نېکیو غوښتنه وکړم.»

۲۹ پاچا هغه ته وویل: «نورې خبرې مه کوه. ما پرېکړه کړې ده چې ته او صیبا په خپل منځ کې ځمکه ووېشئ.» ۳۰ مفیبوشت پاچا ته وویل: «پرېږدئ چې هغه هرڅه واخلي، زما دپاره دا بس دی چې تاسو اعلیحضرت په خیر سره کور ته راغلئ.»

برزلای د داود سره ګوري او بېرته خپل کور ته ستنیږي

۳۱ جلعادي برزلای هم د روجلیم څخه راغلی ؤ چې د پاچا سره د اردن د سیند څخه پورې وځي او له هغه ځای څخه یې په خپله لاره رخصت کړي. ۳۲ برزلای ډېر زوړ سړی او د اتیا کالو په عمر ؤ. هغه ډېر شتمن ؤ او هغه وخت چې پاچا په محنایم کې اوسېده، نو د هغه اړتیاوې به یې پوره کولې. ۳۳ پاچا برزلای ته وویل: «زما سره د اردن د سیند څخه پورې وځه او په اورشلیم کې راسره اوسېږه، زه به ستا دپاره هرڅه برابر کړم.» ۳۴ خو برزلای ځواب ورکړ: «زما د ژوند موده ډېره اوږده نه ده چې زه تاسو اعلیحضرت سره اورشلیم ته لاړ شم. ۳۵ زه اوس د اتیا کالو په عمر یم او نور د هېڅ شي څخه خوند نه شم اخیستلی. څه چې خورم او یا یې څښم د هغو په خوند باندې نه پوهېږم او د سندرغاړو اوازونه نه شم اورېدلی، که سړي وي یا ښځې. زه به تاسو اعلیحضرت دپاره یوازې یو بار یم. ۳۶ زه د داسې لوی انعام وړ نه یم. خو زه به د اردن د سیند نه اخوا لږ ستاسو سره لاړ شم. ۳۷ بیا ماته اجازه راکړئ چې بېرته خپل کور ته لاړ شم او په خپل ښارګوټي کې د خپل مور او پلار په هدیره کې ښخ شم. دا دی زما زوی کمهام چې ستاسو خدمت به کوي. اعلیحضرته! هغه د ځان سره بوځئ او هرڅه چې تاسو ته ښه ښکاري د هغه دپاره یې وکړئ.» ۳۸ پاچا وویل: «کمهام به د ځان سره بوځم او هرڅه چې ستا خوښه وي زه به یې د هغه دپاره وکړم. هرڅه چې زما څخه غواړې ستا دپاره به یې وکړم.» ۳۹ نو ټول خلک د اردن د سیند څخه پورې وتل او وروسته بیا پاچا پورې وت. پاچا برزلای ښکل کړ او د هغه دپاره یې برکت وغوښت او برزلای خپل کور ته ستون شو.

یهودا او اسراییل د پاچا په هکله بحث کوي

۴۰ کله چې پاچا د سیند څخه پورې وت او جلجال ته روان شو، کمهام هم د هغه سره لاړ. د یهودا ټول عسکر او د اسراییلو نیم لښکر پاچا پورې ویست. ۴۱ نو بیا ټول اسراییلیان پاچا ته ورتلل او هغه ته یې ویل: «اعلیحضرته! ولې زمونږ ورونه، یعنې د یهودا خلکو تاسو په پټه بېولي یئ او تاسو، ستاسو کورنۍ او ستاسو کسان یې بدرګه کړي دي او د اردن د سیند څخه یې پورې ایستلي دي؟» ۴۲ د یهودا خلکو په ځواب کې وویل: «مونږ ځکه دا کار وکړ چې پاچا زمونږ خپلوان دی. تاسو په دې کار باندې ولې په قهر یئ؟ مونږ د پاچا څخه نه څه خوړلي دي او نه مو د ځان دپاره څه شی اخیستی دی!» ۴۳ اسراییلیانو ځواب ورکړ: «مونږ لس قبیلې لرو، ځکه په داود پاچا باندې لس چنده زیات حق لرو. نو ولې تاسو زمونږ سره سپک چلند کوئ؟ تاسو دا مه هېروئ چې مونږ هغه لومړني خلک وو چې د پاچا د بېرته راوستلو خبره مو کړې وه!» خو د یهودا د خلکو ځواب د اسراییلو د خلکو د ځواب په پرتله ډېر سخت ؤ.