۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

شپږويشتم باب

دَ پولوس دَ اګريپا بادشاه په مخ کښے صفائى پيش کول

۱اګريپا بيا پولوس ته ووئيل چه ”تا ته مُونږ دَ خبرو کولو اِجازت درکوُو.“

نو بيا پولوس خپل لاس اُوچت کړو اَؤ خپله صفائى ئے داسے پيش کړه چه ۲”اَئے اګريپا بادشاه! زَۀ خپل ځان خوش قِسمته ګڼم چه ستا په وړاندے ولاړ يم اَؤ دَ خپل ځان خلاف دَ هغه ټولو اِلزامُونو صفائى پيش کوم چه يهُوديانو راباندے لګولى دى. ۳اَؤ خاص تۀ دَ يهُوديانو په رواجُونو ډير ښۀ پوهيږے نو ځکه تا ته خواست کوم چه زما خبرے په صبر سره واؤره.

۴زما دَ ځوانئ نه زما ژوندُون ټولو يهُوديانو ته معلُوم دے چه زَۀ په بيتُ المُقدس کښے له شروع نه دَ خپلو خلقو سره پاتے کيدلم. ۵بے شکه چه دوئ مے دَ ډير وخت نه پيژنى اَؤ که غواړى نو دا شاهدى ورکولے شى چه زمُونږ په مذهب کښے دَ ټولو نه سختے فرقے دَ فريسيانو په مُطابق زَۀ فريسى وم. ۶اَؤ زَۀ دَ هغه وعدے په اُميد دلته دَ فيصلے دَ پاره ولاړ يم کُومه چه زمُونږ دپلارُونو نيکُونو سره خُدائے کړے وه. ۷بلکه زمُونږ دولس قبيلے دَ هغے وعدے دَ تر سره کيدو په اُميد کښے شپه اَؤ ورځ پُوره په جوش سره عبادت کوى. اَئے بادشاه سلامته! دَ دے اُميد په سبب په ما يهُوديان هم اِلزامُونه لګوى! ۸تاسو دا خبره ولے نۀ منئ چه خُدائے مړى بيا ژوندى کوى؟

۹مخکښے ما هم دا خپله ذمه وارى ګڼله چه دَ عيسىٰ ناصرى دَ نُوم خلاف ډير څۀ کار وکړم. ۱۰اَؤ ما په بيتُ المُقدس کښے هم دغسے وکړل، يعنے دا زَۀ وم چه دَ مشرانو کاهنانو په حُکم مے ډير پاکان قيدخانو ته واچول اَؤ کله چه به ئے په هغوئ دَ مرګ فتوىٰ لګوله نو زما رائے به هم ورسره وه. ۱۱اَؤ ما په ټولو عبادت خانو کښے پرله پسے هغوئ ته سزا ورکوله چه هغوئ دَ خپلے عقيدے نه اِنکار وکړى. اَؤ بے شکه زما غُصه دے حد ته ورسيده چه دَ نورو مُلکُونو په ښارُونو کښے مے هم وعذابول.

دَ پولوس په عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو بيان

۱۲دغسے په يو کار پسے دَ مشرانو کاهنانو په اِختيار اَؤ حُکم زَۀ دَ دمشق په سفر روان وم. ۱۳بادشاه سلامته! زَۀ په لاره کښے وم چه په غرمه کښے مے دَ آسمان نه يوه رڼا وليده چه دَ نمر نه هم زياته روښانه وه چه زما اَؤ زما دَ سفر دَ ملګرو چاپيره زلقيدله. ۱۴اَؤ مُونږ ټول په مزکه پريوتلُو اَؤ بيا ما په عبرانئ ژبه کښے يو غږ واؤريدلو چه ما ته ئے ووئيل چه ساؤله! ساؤله! تۀ ما ولے عذابوے؟ دا ستا دَ پاره ګرانه ده چه دَ چُوکے په ستن لته ووهے. ۱۵خو ما ووئيل چه مالِکه! ما ته ووايه، تۀ څوک يئے؟ نو مالِک جواب راکړو چه زَۀ عيسىٰ يم چه تۀ مے عذابوے. ۱۶خو اوس پاڅه، په خپلو پښو نيغ ودريږه. زَۀ تا ته دَ يو مقصد دَ پاره ښکاره شوم چه تا خپل غُلام اَؤ شاهد مُقرر کړم اَؤ دَ دے خبرو شاهدى ورکړے څۀ چه تا وليدل اَؤ څۀ به چه زما په باب کښے مخکښے ګورے. ۱۷زَۀ به تا دَ دے خلقو نه اَؤ دَ غيرو يهُوديانو نه بچ کړم. زَۀ تا ليږم چه دَ هغوئ سترګے پرانزے، ۱۸اَؤ دَ تيارے نه ئے رڼا ته اَؤ دَ شيطان دَ اِختيار نه ئے خُدائے ته راواړوے، دَ دے دَ پاره چه په ما دَ ايمان په وسيله دَ ګُناهُونو نه معافى ومُومى اَؤ دَ هغه خلقو سره ځائے بيا مُومى چه خُدائے پاک ګرزولى دى.

دَ پولوس دَ يهُوديانو اَؤ دَ غيرو يهُوديانو په مخکښے شاهدى

۱۹نو ځکه اَئے اګريپا بادشاه! زَۀ دَ دے آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم. ۲۰اَؤ زَۀ اول دَ دمشق اوسيدُونکو ته راغلم اَؤ بيا بيتُ المُقدس ته اَؤ دَ يهُوديه ټولے علاقے ته اَؤ هم غيرو يهُوديانو ته مے دا غږ وکړو چه توبه ګار شئ اَؤ خُدائے ته راوګرزئ اَؤ په خپل عمل خپله توبه ښکاره کړئ. ۲۱دغه وجه ده چه يهُوديانو زَۀ دَ خُدائے په کور کښے ونيولم اَؤ زما دَ مړ کولو کوشِش ئے وکړو. ۲۲خو خُدائے زما په لور وو اَؤ تر نن ورځے پورے زَۀ لويو اَؤ وړو ته يو شان دَ شاهدئ دَ پاره ولاړ يم. زَۀ دَ هغے نه زيات هيڅ نۀ وايم څۀ چه نبيانو اَؤ مُوسىٰ وئيلى وُو، ۲۳يعنے دا چه مسيح به ضرور سختے وزغمى اَؤ له مړو نه به اول ژوندے شى اَؤ اِسرائيلو اَؤ غير يهُوديانو ته به دَ رڼا اِعلان وکړى.“

دَ پولوس اګريپا ته دَ ايمان راؤړلو اپيل

۲۴لا پولوس په خپله صفائى کښے خبرے کولے چه فِستوس په اُوچت آواز ووئيل چه ”پولوسه! تۀ ليونے يئے! ستا ډير علم تۀ ليونے کړے يئے!“

۲۵خو پولوس ووئيل چه ”اَئے صاحبه! زَۀ ليونے نۀ يم، څۀ چه زَۀ وايم هغه بلکل رښتيا دى. ۲۶اَؤ بادشاه په دغه خبرو ښۀ پوهيږى اَؤ هغۀ ته زَۀ په زړه ورتيا خبرے کولے شم. زَۀ دا يقين کوم چه دا حقيقتُونه به له هغۀ نه پټ نۀ وى، ځکه چه دا کار چرته په يو ګوټ کښے نۀ دے شوے. ۲۷نو اَئے اګريپا بادشاه! آيا تۀ په نبيانو ايمان لرے؟ زَۀ پوهيږم چه تۀ ايمان لرے.“

۲۸اګريپا پولوس ته ووئيل چه ”په لږ وخت کښے به مے قائل کړے چه عيسائى شم؟“

۲۹نو پولوس ووئيل چه ”لږ يا زيات، زَۀ دَ خُدايه غواړم چه نۀ يواځے تۀ بلکه هغه ټول چه دلته ولاړ دى اَؤ زما خبرے آؤرى، هغه څۀ شى چه زَۀ يم، بغير دَ دے زولنو نه.“

۳۰په دے خبرو سره بادشاه پاڅيدو اَؤ ورسره حاکِم، برنيکى اَؤ نور ملګرى ئے هم. ۳۱بيا چه هغوئ لاړل نو دَ يو بل سره ئے خبرے کولے. هغوئ ووئيل چه ”دے سړى خو داسے هيڅ کار نۀ دے کړے چه دَ مرګ يا دَ قيد لايق وى.“ ۳۲خو اګريپا فِستوس ته ووئيل چه ”که دے سړى قيصر ته اپيل نۀ وے کړے نو دَئے آزاديدے شو.“