۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

اُووۀ ويشتم باب

دَ پولوس رُوم طرف ته روانيدل

۱کله چه دا فيصله وشوله چه مُونږ به اِټلى ته دَ اوبو په جهاز کښے ځُو نو پولوس اَؤ ځنے نور قيديان دَ قيصر دَ پلټنے يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول. ۲بيا مُونږ دَ ادراميتينے په يو جهاز کښے کښيناستو چه دَ ايشيا دَ صُوبے بندرُونو ته تلو اَؤ په سمندر کښے روان شوُو. زمُونږ په ملګرو کښے دَ تِسالونيکيه يو مِکدونى سړے وو چه نُوم ئے اريسترخوس وو. ۳په بله ورځ مُونږ په صيدا کښے کُوز شوُو اَؤ يوليوس ډير په مهربانئ پولوس ته اِجازت ورکړو چه دَ دمه کولو دَ پاره خپلو دوستانو ته لاړ شى. ۴چه له صيدا نه روان شوُو نو دَ قبرص دَ غاړے په پناهى کښے لاړُو ځکه چه باد مُخالف وو. ۵بيا چه دَ هغه سمندر نه تير شوُو چه کلکيه اَؤ پمفوليه ته مخامخ دے نو دَ لُکيه ميره نومے ښار ته راغلُو. ۶هلته صوبه دار دَ سکندريه يو جهاز ومُوندلو کُوم چه اِټلى ته روان وو اَؤ مُونږ ئے په کښے سوارۀ کړلُو.

۷اَؤ تر ډيرو ورځو پورے مُونږ ډير ورو ورو تلُو اَؤ کنيدوس ته په ډير تکليف ورسيدلُو. بيا چه باد بدستور زمُونږ مُخالف وو نو دَ کريت په پناهى کښے سلمونے ته مخامخ شوُو. ۸اَؤ چه په مُشکل سره دَ سمندر په غاړه تلُو چه دَ ښايسته بندر نومے ځائے ته ورسيدلُو چه دَ لسيه ښار ته نزدے دے.

۹تر دے کافى وخت تير شوے وو اَؤ دَ يهُوديانو دَ کفارے ورځ تيره شوے وه اَؤ په دے سمندرى سفر تلل خطرناک وُو. نو دَ دے دَ پاره پولوس هغوئ ته دا مشوره ورکړه ۱۰اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے عزتمنو! ما ته ښکارى چه دا سفر به خطرناک وى اَؤ دا به يو لوئے نقصان وى، نۀ صرف دَ جهاز اَؤ دَ سامان بلکه دَ ژوندُون تاوان به هم وى.“ ۱۱خو صوبه دار دَ پولوس په ځائے دَ ماڼګى اَؤ دَ جهاز دَ مالِک رائے زياته غوره وګڼله. ۱۲اَؤ چه هغه بندر دَ ژمى موسم دَ تيرولو دَ پاره مناسب نۀ وو نو ډيرو خلقو دَ سمندر دَ سفر رائے خوښه کړه اَؤ اُميد ئے دا وو چه ګنى فُنيکس ته دَ ژمى تيرولو دَ پاره ورسيږُو، کُوم چه دَ کريت يو بندر دے چه مخ ئے سهيل قبلے ته اَؤ قطب قبلے ته دے.

په سمندر کښے طُوفان

۱۳اَؤ چه دَ سهيل نه نرے باد راوالوتو نو هغو ګمان وکړو چه زمُونږ مقصد تر سره کيدُونکے دے. نو لنګر ئے پورته کړو اَؤ غاړے ته نزدے دَ کريت په خوا خوا روان شول. ۱۴خو ډير وخت نۀ وو تير چه يو طُوفانى باد راوالوتو چه ورته هغوئ يُورکلون، يعنے قطبى نمرختيز باد وائى، ۱۵دَ مزکے دَ طرفه راوالوتو اَؤ جهاز ئے راګير کړو، اَؤ دَ باد په مخ هغۀ ته تلل ګران شول ځکه چه جهاز بے قابُو شوے وو. ۱۶مُونږ دَ کاوُده نومے يوے ورکوټے جزيرے په پناهى کښے لاړلُو اَؤ هلته مو په مُشکل سره دَ جهاز کِشتئ قابُو کړله. ۱۷اَؤ چه جهاز ته ئے وخيژوله نو دَ حفاظت دَ پاره ئے جهاز په پړو وتړلو، بيا هغوئ په دے ويريدل چه دَ سرتيس په شګو کښے ونۀ نښلى، نو هغوئ بادبان راکُوز کړو اَؤ جهاز ئے روان کړو. ۱۸په بله ورځ چه ډير سخت طُوفان وو نو هغوئ دَ جهاز دَ بوج په کمولو شروع وکړه. ۱۹اَؤ په دريمه ورځ ئے دَ جهاز سامان په خپلو لاسُونو وغورزولو. ۲۰تر ډيرو ورځو نۀ خو نمر ښکاريدو اَؤ نۀ ستورى، بلکه سخت طُوفان چليدو اَؤ زمُونږ دَ بچ کيدو آخرى اُميد هم ختم شو.

۲۱اَؤ هغوئ تر ډيرو ورځو بے خوراکه وُو، نو پولوس دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدلو اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے عزتمنو! تاسو ته زما دَ کريت نه دَ سفر نۀ کولو مشوره منل په کار وُو، اَؤ که تاسو منلے وئے نو دَ دے نُقصان اَؤ تاوان نه به بچ شوى وئ. ۲۲خو اوس زَۀ درته نصيحت کوم چه زړُونه مۀ بائيلئ ځکه چه هيڅ څوک به هم مړ نۀ شى خو جهاز به غرق شى. ۲۳بيګاه هغه خُدائے دَ چا چه زَۀ يم اَؤ دَ چا چه زَۀ عبادت کوم دَ هغۀ يوه فرښته ما سره ولاړه وه. ۲۴هغے راته ووئيل چه پولوسه! ويريږه مه! ځکه چه دا مُقرر دے چه تۀ دَ قيصر په وړاندے ودريږے، اَؤ تسلى ولره چه څومره خلق چه تا سره په جهاز کښے دى، خُدائے به ستا دَ خاطره هغوئ بچ کوى. ۲۵نو حوصله په ځائے کړئ! ولے چه زما په خُدائے ايمان دے چه څنګه چه ما ته وئيلے شوى دى، هم داسے به وشى. ۲۶خو دا ضرورى ده چه چرته به دَ يوے جزيرے په غاړه وغورزولے شُو.“

۲۷خو څوارلسمه شپه دَ بره شوه اَؤ مُونږ لا دَ ادريه په سمندر کښے په جهاز کښے بے قابُو روان وُو چه په نيمه شپه دَ جهاز ماڼګيانو دا محسُوسه کړه چه مزکه رانزدے کيږى، ۲۸نو هغوئ اندازه واخسته اَؤ ژور والے ئے څلويښت ګزه وختلو. اَؤ چه لږ ساعت پس ئے چه بيا ميچ کړه نو ديرش ګزه وه. ۲۹نو هغوئ ويرے واخستل چه هسے نۀ چه جهاز دَ ګټانو سره ډغره وخورى، نو دَ شا طرف نه ئے څلور لنګرُونه واچول اَؤ دَ سحر کيدو دَ پاره ئے ډير اِنتظار اَؤ دُعا وکړله. ۳۰خو ماڼګيانو دَ جهاز نه دَ تښتيدلو کوشِش کاوو. هغوئ دَ جهاز کِشتئ بيا کُوزه کړے وه اَؤ دا بهانه ئے کوله چه ګنى مُونږ دَ جهاز دَ څُوکے نه لنګرُونه اچوُو. ۳۱کله چه پولوس صوبه دار اَؤ سپاهيانو ته ووئيل چه ”که دا سړى په جهاز کښے پاتے نۀ شى نو په تاسو کښے يو کس هم بچ کيدے نه شى.“

۳۲نو سپاهيانو دَ کِشتئ پړے پريکړلو چه هغه وغورزيږى.

۳۳دَ سحر کيدو نه لږ وړاندے پولوس ټولو ته نصيحت وکړو چه ”څۀ وخورئ، ولے چه په تيرو څوارلسو ورځو کښے تاسو په شک کښے وئ اَؤ وږى وئ اَؤ تاسو هيڅ هم خوړلى نۀ دى. ۳۴نو زَۀ تاسو ته خواست کوم چه څۀ لږ وخورئ، ستاسو دَ ژوند دارومدار په دے دے، اَؤ ياد لرئ چه ستاسو دَ سرُونو ويښتۀ قدر به هم نۀ ورکيږى.“ ۳۵په دے وينا هغۀ ډوډئ واخستله اَؤ دَ هغو ټولو په وړاندے ئے دَ خُدائے شکر پرے ووے، نو ما ته ئے کړه اَؤ په خوراک ئے لاس پورے کړو. ۳۶بيا هغوئ ټولو زړۀ بيا مُوندو اَؤ په خپله ئے خوراک خوړل شروع کړو. ۳۷اَؤ مُونږ ټول په جهاز کښے دوه سوه شپږ اَؤيا کسان وُو. ۳۸هغوئ چه څومره حاجت لرلو هغه هومره ئے وخوړلو، نو دَ جهاز دَ بوج دَ سپکولو دَ پاره ئے غنم سمندر ته ورګُزار کړل.

دَ جهاز تباه کيدل

۳۹اَؤ چه ورځ شوه نو هغوئ مزکه ونۀ پيژندله خو دَ خليج غاړه ئے په نظر شوه، نو مشوره ئے وکړه چه که کيدے شى نو په دے به جهاز وخيژوُو. ۴۰نو دَ لنګر پړى ئے پريکړل اَؤ په سمندر کښے ئے ورګُذار کړل. اَؤ هم په دغه وخت هغوئ دَ جهاز دَ رفتار پړى سُست کړل اَؤ مخ کښے بادبان ئے باد ته وخيژولو اَؤ دَ غاړے په لور ئے جهاز روان کړو. ۴۱خو بيا جهاز شګلن ځائے ته ورسيدو اَؤ په مزکه ولګيدلو. اَؤ دَ جهاز څُوکه ولګيدله اَؤ نښتلے پاتے شوه خو ورستنئ حصه ئے دَ چپو په زور ماتيدله.

۴۲نو سپاهيانو صلاح وکړه چه قيديان به ووژنُو هسے نه چه په لامبو وهلو وتښتى. ۴۳خو صوبه دار غوښتل چه پولوس په حفاظت ورسوى اَؤ هغوئ ئے له دے صلاح نه منع کړل. اَؤ حُکم ئے ورکړو چه هر چاله چه لامبو ورځى هغه دِ وړُومبے سمندر ته ټوپ کړى اَؤ وچے ته دِ ورَسى. ۴۴اَؤ نور به ورپسے، يعنے څوک په تختو اَؤ څوک دَ جهاز په ټوټو. اَؤ دغه شان ټول په خير سره وچے ته ورسيدل.