۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل بعدی

اَعمال دَ رسُولانو

اَتۀ ويشتم باب

دَ مالټا په جزيره کښے پولوس

۱اَؤ چه مُونږ بچ شوُو نو مُونږ دا جزيره وپيژندله چه دَ دے نُوم مالټا وو. ۲دَ جزيرے اوسيدُونکو زمُونږ سره ډيره مهربانى ښکاره کړه. ولے چه باران شروع شوے وو اَؤ يخنى وه نو هغوئ راته اور بل کړو اَؤ مُونږ ټولو ته ئے تود هر کلے ووئيلو. ۳خو چه پولوس دَ لرګو يو ګيډے ټول کړے وو اَؤ هغه ئے په اور واچولو اَؤ دَ اور دَ تاؤ نه يو مار بهر راووتو اَؤ دَ هغۀ په لاس ونښتو. ۴چه دَ جزيرے خلقو دَ هغۀ دَ لاس نه چاپير ځوړند مار وليدو نو يو بل ته ئے ووئيل چه ”دا سړے به خامخا قاتل وى، اَؤ اګر که هغۀ دَ سمندر نه ځان بچ کړو خو دَ خُدائے عدل به هغه ژوندى اوسيدلو ته پرے نۀ ږدى.“ ۵خو پولوس هغه مار اور ته وغورزولو اَؤ څۀ نقصان ورته ونۀ رسيدلو. ۶هغوئ اوس هم دا ګُمان کاوو چه ګنى دا به وپړسيږى اَؤ راپرے به وځى اَؤ مړ به شى، خو دَ ډيرے شيبے دَ اِنتظار نه پس هم چه په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو اَؤ وئے وئيل چه ”دا څوک خُدائے دے!“

۷دَ دغه ځائے په خوا اَؤ شا کښے دَ دغه جزيرے دَ حاکِم چه پُوبليوس نوم ئے وو، مزکے وے. هغۀ مُونږ خپل کورته بُوتلُو اَؤ درے ورځے ئے ډير په درناوى ميلمانۀ کړلُو. ۸دا په دے چه دَ دے سړى پلار چه په تبه اَؤ دَ دستُونو دَ لاسه دَ مودے راسے ناجوړه پروت وو. پولوس هغۀ ته ورغے، دُعا ئے ورته وکړله، خپل لاس ئے پرے کيښودو اَؤ روغ ئے کړو. ۹نو له دے نه پس دَ جزيرے نور رنځُوران هم راغلل اَؤ هغۀ روغ کړل. ۱۰هغوئ په ډالئ راکولو زمُونږ ډير عزت وکړو اَؤ څۀ وخت چه مُونږ ورنه رُخصتيدُو نو هغوئ زمُونږ دَ ضرورت څيزُونه زمُونږ دَ پاره په جهاز کښے کيښودل.

دَ پولوس رُوم ته رسيدل

۱۱دَ دريو مياشتو نه پس مُونږ په هغه جهاز کښے روان شوُو کُوم چه ژمے په دے جزيره کښے تير کړے وو اَؤ دا دَ سکندريه يو جهاز وو چه نخښه ئے ارنډه اَؤ جوزا وه. ۱۲اَؤ مُونږ په سرکوسه کښے کُوز شوُو اَؤ هلته مو درے ورځے تيرے کړلے. ۱۳بيا دَ هغه ځائے نه روان شوُو اَؤ په جهاز کښے ريګيوم ته لاړلو اَؤ بيا يوه ورځ پس سهيلى باد شروع شو اَؤ مُونږ پوتيلى ته په دوؤ ورځو کښے ورسيدلُو. ۱۴هلته مُونږ خپل مسيحيان ملګرى ومُوندل اَؤ هغوئ مُونږ ته دَ ايساريدو دَ پاره ووئيل اَؤ مُونږ يوه هفته هلته پاتے شوُو اَؤ دغه شان مُونږ رُوم ته ورسيدلُو. ۱۵دَ هغۀ ځائے ورُوڼو چه زمُونږ دَ راتلو خبر واؤريدو نو هغوئ زمُونږ مخے ته دَ اپيوس تر بازار اَؤ دريو سرايُونو پورے راغلل. کله چه پولوس هغوئ وليدل نو هغۀ دَ خُدائے شکر ادا کړو اَؤ زړۀ ور شو.

۱۶کله چه مُونږ رُوم ته ورننوتُو نو پولوس ته دَ هغه سپاهى سره په خپل کور کښے دَ پاتے کيدو اِجازت ورکړے شو چه دَ هغۀ څوکيدارى ئے کوله.

په رُوم کښے دَ پولوس ګواهى

۱۷درے ورځے پس هغۀ دهغه ځائے اوسيدُونکى دَ يهُوديانو مشران راوبلل. اَؤ کله چه هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چه ”اَئے زما ورُوڼو! ما چرے هم دَ خپل اولس خِلاف کار نۀ دے کړے اَؤ نۀ مے دَ خپلو پلارُونو نيکُونو لار پريښے ده، نو بيا هم زَۀ په بيتُ المُقدس کښے قيد کړے شوم اَؤ دَ رُوميانو لاس ته وسپارلے شوم. ۱۸نو هغوئ زما تحقيقات وکړل اَؤ دا ئے غوښتل چه ما آزاد کړى ځکه چه زما په خلاف دَ مرګ هيڅ وجه ثابته نۀ شوه. ۱۹خو يهُوديانو دا ونۀ منله، اَؤ زما دَ پاره بله لاره نۀ وه بغير دَ دے نه چه قيصر ته اپيل وکړم، په دے نه چه ګنى ما په خپل اولس څۀ اِلزام لګولے دے. ۲۰دغه وجه ده چه ما دا غوښتل چه تاسو ووينم اَؤ خبر مو کړم ځکه چه دا چه نن زَۀ په زولنو کښے دلته راوستے شوے يم، دا دَ اِسرائيلو دَ اُميد په خاطر دے.“

۲۱هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ ته دَ يهُوديه نه هيڅ داسے خبر نه دے راغلے اَؤ نۀ څوک زمُونږ ورور دَ دے خبر راکولو دَ پاره دلته راغلے دے چه ستا په سر ئے شکايت کړے وے. ۲۲مُونږ ستا دَ خيالاتو آؤريدو په طمع يُو، خو دومره راته معلُومه ده چه دَ دے فرقے په حقله هيڅوک هم ښۀ نۀ وائى.“

۲۳بيا هغوئ يوه ورځ مُقرره کړه اَؤ ښۀ په ګڼ شمير خلق دَ هغۀ ميلمانۀ شول. هغه ټوله معامله ئے سر تر پايه بيان کړه اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله ئے شاهدى وکړله اَؤ دا کوشِش ئے وکړو چه دَ مُوسىٰ دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو دَ کتابُونو نه ئے دَ عيسىٰ په حقله قائل کړى، اَؤ دا دَ سحر نه تر ماښام پورے جارى وو. ۲۴ځنے خو دَ هغۀ په دلائلو قائل شول اَؤ ځنے شکمن پاتے شول. ۲۵اَؤ چه په هغوئ کښے بے اِتفاقى راغله نو هغوئ په خوريدو شروع شول، خو له دے نه مخکښے پولوس ورته ووئيل چه ”دَ يشعياه نبى په وسيله رُوحُ القُدس ستاسو پلارُونو نيکُونو ته څۀ ښۀ وئيلى وُو چه : 

۲۶”دے خلقو ته ورشه اَؤ ورته ووايه چه

تاسو واؤرئ اَؤ واؤرئ به، خو تاسو به پوهه نۀ شئ،

تاسو ګورئ اَؤ ګورئ به، خو وبه نۀ وينئ.

۲۷ځکه چه دَ دے اولس زړُونه سخت دى،

غوږُونه ئے درانۀ دى، اَؤ سترګے ئے پټے کړلے،

هسے نۀ چه په سترګو ووينى،

په غوږُونو واؤرى اَؤ په زړۀ پوهه شى اَؤ راوګرزى

اَؤ زَۀ به ئے روغ کړم.“

۲۸نو ځکه دا خبره ياد لرئ چه دا دَ خُدائے دَ خلاصُون زيرے غيرو يهُودى قومُونو له ليږلے شوے دے اَؤ هم هغوئ به ورته غوږ نيسى!“ ۲۹کله چه پولوس خپله وينا ختمه کړه نو يهُوديان لاړل اَؤ په خپلو کښے ئے تود بحث وکړو.

۳۰نو هغه هلته پُوره دوه کاله دَ کرائے په کور کښے اوسيدو اَؤ هر هغه چا ته به ئے په خلاص مټ هر کلے وے، څوک چه به هغۀ ته راتلل. ۳۱اَؤ هغۀ دَ خُدائے دَ بادشاهئ وعظ کاوو اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په حقله ئے ښۀ په ډاګه اَؤ بغير دَ څۀ پابندئ تعليم ورکاوو.

فصل بعدی