۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

دريم باب

دَ خُدائے دَ کور دَ دروازے سره دَ يو شل سړى جوړول

۱يوه ورځ ماسپښين درے بجے دَ عبادت په وخت پطروس اَؤ يوحنا دَ خُدائے کور ته تلل. ۲نو يو سړے چه دَ مور نه شل پيدا شوے وو، خلقو به هره ورځ دَ خُدائے دَ کور دَ هغه دروازے سره چه ورته ښکلے دروازه وائى دَ خلقو نه دَ خير غوښتلو دَ پاره کښينولو ۳کله چه هغۀ پطروس اَؤ يوحنا دَ خُدائے کور ته دَ ننوتو په وخت وليدل نو خير ئے ترے وغوښتو. ۴نو هغوئ ورته ځير ځير وکتل اَؤ پطروس ووئيل، ”مُونږ ته وګوره!“ ۵هغه سړے چه دَ دوئ نه ئے دَ خيرات طمع لرله نو ورته ئے ځير وکتل. ۶خو پطروس ووئيل چه ”ما سره پيسے نِشته خو هر څۀ چه زَۀ لرم هغه به درکړم، دَ عيسىٰ مسيح ناصرى په نامه وګرزه!“ ۷بيا هغۀ هغه دَ ښى لاس نه ونيولو، پاس ئے راکښلو اَؤ سمدستى دَ هغۀ په پښو اَؤ ګيټو کښے طاقت پيدا شو. ۸هغۀ ټوپ کړل، په خپلو پښو ودريدو اَؤ روان شو. هغه دَ هغوئ سره دَ خُدائے کورته ورننوتو اَؤ څنګه چه لاړو دَ خُدائے په ثنا صفت لګيا شو. ۹هر چا چه هغه په تلو اَؤ دَ خُدائے په ثنا وئيلو وليدلو ۱۰اَؤ وئے پيژندلو چه دا خو هغه سړے دے څوک چه به دَ خُدائے دَ کور دَ ښکلے دروازے سره ناست وو اَؤ خير به ئے غوښتلو. نو هغوئ په دے کار حق حيران شول څۀ چه دَ دۀ په باب کښے شوى وُو.

دَ خُدائے په کور کښے دَ پطروس وعظ

۱۱اَؤ چه هغۀ پطروس اَؤ يوحنا نيولى وُو نو ټول خلق په حيرانتيا دَ دوئ په طرف هغه ځائے ته راجمع شول چه دَ سُليمان ډيوډئ ورته وائى. ۱۲پطروس چه هغوئ په راتلو وليدل نو دا ئے هغوئ ته ووئيل چه ”اَئے دَ اِسرائيل خلقو! په دے ولے حيران شوئ اَؤ تاسو مُونږ ته داسے ولے ګورئ چه ګنى دا سړے مُونږ په څۀ طاقت يا په خپلے ديندارئ دَ ګرزيدو جوګه کړو؟ ۱۳دَ اِبراهيم، اِسحاق اَؤ دَ يعقُوب خُدائے، زمُونږ دَ پلارُونو خُدائے خپل خادم عيسىٰ ته ډيره لوئى ورکړے ده. تاسو چه عيسىٰ حاکمانو ته پيش کړو اَؤ هر کله چه پيلاطوس دَ هغۀ دَ آزادولو فيصله وکړله نو تاسو دَ پيلاطوس په مخکښے اِنکار وکړو. ۱۴يعنے دَ هغه پاک اَؤ صادِق نه مو اِنکار وکړو اَؤ دَ يو قاتِل دَ خلاصولو دَ پاره مو زارى وکړه. ۱۵خو دَ ژوندُون مالِک مو ووژلو ليکن خُدائے هغه دَ مړو نه بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ دَ دے خبرو شاهدان يُو.

۱۶دا سړے چه تاسو وينئ اَؤ پيژنئ، دَ عيسىٰ دَ نُوم په قوت ورله مظبُوطى ورکړے شوه اَؤ دَ هغۀ پۀ نُوم دَ ايمان په وسيله جک جوړ شو. ۱۷اَؤ اوس زما ورُوڼو! چه تاسو اَؤ ستاسو حاکمانو دا کار په ناپوهئ کښے وکړو، ۱۸خو خُدائے پاک دَ ټولو نبيانو په پيشن ګويو کښے ښيلى شوى خبرے پُوره کړے چه مسيح به تکليف وزغمى. ۱۹نو توبه وکړئ اَؤ خُدائے ته راوګرزئ چه ګُناهُونه به مو معاف کړى. ۲۰بيا به مالِک تاسو ته رُوحانى تازګى درکړى اَؤ وړُومبے مُقرر شوے مسيح چه عيسىٰ دے به درواستوى. ۲۱هغه به تر هغے په آسمان کښے پاتے وى تر څو چه هر څۀ بيا نوى نۀ شى اَؤ دَ څۀ په باب کښے چه خُدائے له شروع نه دَ پاکو نبيانو په وسيله وئيلى دى. ۲۲اَؤ مُوسىٰ هم ووئيل چه :  ”مالِک خُدائے به تاسو دَ پاره ستاسو دَ اُمت نه يو نبى زما په شان مُقرر کړى. هغه چه هر څۀ وائى تاسو دَ هغۀ خبره واؤرئ. ۲۳اَؤ هر هغه څوک چه دَ هغه نبى خبره وانۀ ورى، هغه به دَ اُمت نه خارج کړے شى اَؤ مړ به کړے شى.“ ۲۴اَؤ دغه شان سموئيل اَؤ ټولو نبيانو چه له هغۀ نه پس راغلل دَ دے موجُوده وخت پيشن ګوئى وکړه. ۲۵تاسو دَ نبيانو وارثان يئ. تاسو دَ هغه وعدے پابند يئ چه خُدائے ستاسو دَ پلارُونو سره کړے وه کله چه هغۀ اِبراهيم ته ووئيل چه :  ”ستا په نسل کښے به په مزکه ټول خلق برکت مُومى.“ ۲۶هر کله چه خُدائے خپل خادم غوره کړلو نو اَول ئے هغه تاسو ته راوليږلو چه تاسو ته برکت درکړى چه په تاسو کښے هر يو دَ بدو لارو نه راواړوى.“


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include() #1 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166