۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

څلورم باب

دَ پطروس اَؤ يوحنا دَ جرګے په مخکښے پيش کيدل

۱پطروس اَؤ يوحنا لا خلقو ته وعظ کاوو چه په دے کښے پرے دَ پاسه مشران کاهنان سره دَ خُدائے دَ کور دَ مُحافظانو افسر اَؤ صدُوقيان راغلل ۲اَؤ په دے خفه شول چه هغوئ خلقو ته تعليم ورکوى اَؤ وائى چه عيسىٰ دَ مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه ټول مړى به دَ عيسىٰ په وسيله ژوندى شى. ۳هغوئ پطروس اَؤ يوحنا ګرفتار کړل اَؤ دَ يوے شپے دَ پاره په قيدخانه کښے واچولے شول ځکه چه ماښام وو. ۴خو په هغو کښے ډيرو کسانو چه دا وعظ آؤريدلے وو، ايمان ئے راؤړو اَؤ دَ سړو شمار تقريباً پنځه زره شو.

۵په بله ورځ دَ يهُوديانو حاکمان، مشران اَؤ دَ شرعے عالمان په بيتُ المُقدس کښے راجمع شول، ۶چه مشر کاهن حنا اَؤ کيفا، يوحنا اَؤ سکندر اَؤ ورسره دَ مشر کاهن دَ خاندان ټول خلق هم وُو. ۷هغوئ رسُولان جرګے ته وړاندے کړل اَؤ په هغوئ ئے جرح شروع کړه. هغوئ تپوس وکړو چه ”تاسو په کُوم طاقت يا دَ چا په نُوم دا کار کړے دے؟“

۸بيا پطروس له رُوحُ القُدس نه معمُور شو اَؤ جواب ئے ورکړو، ”اَئے دَ خلقو حاکمانو اَؤ مشرانو! ۹که چرے نن زمُونږ نه دَ هغه ناجوړه سړى دَ روغيدو په حقله تپوس کوئ چه هغه څنګه روغ شو، ۱۰نو دَ دے دا جواب دے چه تاسو ته اَؤ دَ بنى اِسرائيلو ټول اُمت ته دِ معلُوم وى چه دا سړے دَ هغه عيسىٰ مسيح ناصرى دَ نُوم په قوت سره روغ جوړ ولاړ دے کُوم چه تاسو په سولئ کړے وو اَؤ خُدائے هغه دَ مړو نه بيا ژوندے کړو. ۱۱دا عيسىٰ هم

”هغه کاڼے دے چه تاسو ګلکارانو رد کړے وو اَؤ هغه دَ ګُټ سر کاڼے شو.“

۱۲دَ بل هيچا په وسيله خلاصُون نِشته ځکه چه په ټوله دُنيا کښے بل نُوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چه په هغے مُونږ خلاصُون ومُومو.“

۱۳کله چه دوئ دَ پطروس اَؤ يوحنا زړه ورتيا وليده اَؤ دا هم ورته معلُومه شوه چه دوئ خو عام اَؤ بے علمه خلق وُو، نو هغوئ حيران شول اَؤ وئے پيژندل چه دا خو دَ عيسىٰ ملګرى وُو. ۱۴کله چه هغوئ هغه سړے روغ جوړ دَ دوئ سره ولاړ وليدلو نو دَ هغوئ سره هيڅ جواب نۀ وو. ۱۵نو هغوئ هغو ته حُکم ورکړو چه دَ جرګے نه وزئ اَؤ بيا ئے په خپله په دے خبره بحث شروع کړو. ۱۶هغوئ ووئيل چه ”مُونږ ته دَ دے سړو سره څۀ کول په کار دى؟ ځکه چه په بيتُ المُقدس کښے هر چا ته معلُومه ده چه يوه نا آشنا مُعجزه دَ دوئ دَ لاسه څرګنده شوے ده اَؤ مُونږ ترے انکار نۀ شُو کولے. ۱۷خو دَ دے دَ پاره چه په خلقو کښے دا خبره نوره خوره نۀ شى نو غوره به دا وى چه مُونږ هغوئ ته خبردارے ورکړُو چه دَ دے نه پس به په دغه نُوم دَ هيچا سره خبرے نۀ کوئ.“

۱۸بيا ئے هغوئ دَ ننه راوبلل اَؤ په سختئ سره ئے حُکم ورکړو چه ”دَ عيسىٰ په نُوم هر قسم تعليم مه ورکوئ اَؤ نۀ به په عام اُولس کښے خبرے کوئ.“ ۱۹خو پطروس اَؤ يوحنا هغوئ ته په جواب کښے ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چه آيا دَ خُدائے په نظر کښے دا خبره دُرسته ده چه مُونږ دَ هغۀ په ځائے ستاسو حُکم ومنُو. ۲۰مُونږ دَ هغه څيزُونو دَ خبرولو نه هيڅ کله نۀ شُو منع کيدے کُوم چه مُونږ ليدلى اَؤ آؤريدلى دى.“ ۲۱جرګے دا خبردارے په سختئ سره ورکړو اَؤ هغوئ ئے پريښودل اَؤ په دے پوهه شول چه دوئ له سزا ورکول نامُمکنه ده ځکه چه ټول خلق دَ دے شوى کار په وجه دَ خُدائے په لوئ کولو لګيا وُو. ۲۲په کُوم سړى چه دَ روغولو دا مُعجزه څرګنده کړے شوے وه، دَ هغۀ عُمر دَ څلويښتو کالو نه زيات وو.

دَ ايماندارانو دَ زړه ورتيا دَ پاره دُعا

۲۳کله چه پطروس اَؤ يوحنا پريښے شول نو هغوئ خپلو ملګرو ته لاړل اَؤ هغه هر څۀ ئے ورته ووئيل څۀ چه مشرانو کاهنانو اَؤ سردارانو هغوئ ته وئيلى وُو. ۲۴کله چه هغوئ دا واؤريدل نو هغوئ په جمع دَ خُدائے نه دُعا وکړه، ”اَئے مالِکه! دَ مزکے آسمان اَؤ سمندر اَؤ هر څۀ چه په دے کښے دى دَ هغو جوړوُونکيه! ۲۵چا چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله دَ خپل خادم داؤد په خُلۀ دا وئيلى وُو چه : 

”غير قومُونه ولے په قهر شول

اَؤ اُمتُونه بے ځايه سازشونه ولے کوى؟

۲۶دَ دُنيا بادشاهان پورته شول

اَؤ حاکمان دَ مالِک اَؤ دَ هغۀ دَ مسيح په خلاف

يو ځائے شول.“

۲۷هيروديس اَؤ يونطُوس پيلاطوس دَ غيرو قومُونو اَؤ اِسرائيليانو سره په دے ښار کښے ستا دَ پاک خادم عيسىٰ چه تا مسح کړے دے، په خلاف يو ځائے شول، ۲۸چه هغه هر څۀ وکړى کُوم چه ستا دَ لاس لاندے اَؤ ستا په حُکم دَ مخکښے نه مُقرر شوى وُو. ۲۹اَؤ اوس اَئے مالِکه! دَ هغوئ زورنے ته پام وکړه اَؤ خپلو غلامانو ته دا قوت ورکړه چه مُونږ ښۀ په زړه ورتيا سره ستا کلام بيان کړُو. ۳۰خپل لاس راُوږد کړه چه ستا دَ پاک خادم عيسىٰ په نُوم دَ روغولو مُعجزے څرګندولو اَؤ عجيبه کارُونو عمل جارى پاتے شى.“

۳۱کله چه هغوئ خپله دُعا ختمه کړه نو په کُوم کور کښے چه هغوئ راغونډ شوى وُو، هغه وجړقيدلو اَؤ ټول په رُوحُ القُدس معمُور شول اَؤ دَ خُدائے کلام ئے ښۀ په زړه ورتيا بيان کړو.

دَ مال شراکت

۳۲دَ عيسىٰ دَ منُونکو ډلے پُوره په اِخلاص سره يووالے لرلو اَؤ په هغوئ کښے يو کس هم دَ يو څيز دَ پاره دا دعوىٰ نۀ کوله چه ګنى دا دَ هغۀ دے بلکه په هر يو شى کښے شريک وُو.

۳۳اَؤ چه رسُولانو پُوره په زړه ورتيا سره دَ عيسىٰ دَ بيا راژوندى کيدو شهادت کاوو نو په خلقو باندے ډير اثر کيدو اَؤ دَ خُدائے فضل پرے وو. ۳۴په هغوئ کښے يو کس هم حاجتمند نۀ وو ځکه چه دَ هر چا چه څۀ مزکه يا کور وو، هغه ئے خرڅ کړل اَؤ دَ هغے قيمت ئے راوړلو، ۳۵اَؤ دَ رسُولانو په پښو کښے به ئے هغه پيسے کيښودلے. بيا هغه پيسے هر هغه يو ته ورکړے شوے چا ته چه ئے حاجت وو.

۳۶اَؤ يُوسف نُومے يو ليوى وو چه رسُولانو به ورته برنبا وئيل چه معنے ئے مرسته کوُونکے ده اَؤ هغه له اصله دَ قبرص اوسيدُونکے وو. ۳۷اَؤ دَ هغۀ يو پټے وو کُوم چه هغۀ خرڅ کړو. هغۀ پيسے ئے راوړے اَؤ هغه ئے دَ رسُولانو په پښو کښے کيښودلے.