۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

پنځم باب

حننياه اَؤ سفيره

۱خو يو بل سړے وو چه حننياه نوميدو اَؤ سفيره نُومے ښځه ئے وه چا چه جائيداد خرڅ کړو. ۲اَؤ خپلے ښځے په مصلحت ئے دَ قيمت څۀ حصه دَ ځان سره وساتله اَؤ څۀ ئے راؤړه اَؤ دَ رسُولانو په پښو کښے ئے کَيښودله. ۳خو پطروس ووئيل چه ”حننياه! دا شيطان درباندے څنګه غالب شو چه تۀ رُوحُ القُدس ته دروغ وائے اَؤ دَ قيمت څۀ حصه دِ ځان ته پريښوه؟ ۴تر څو چه درسره وه دا ستا نۀ وه څۀ؟ هر کله چه دا خرڅه شوه نو بيا دا ستا نۀ وه څۀ؟ نو تا بيا دا فيصله څنګه وکړه؟ تا يواځے بُنيادمو ته دروغ نۀ دى وئيلى بلکه خُدائے ته!“ ۵کله چه حننياه دا خبرے واؤريدے نو هغه راپريوتو اَؤ مړ شو اَؤ نورو ټولو چه دا واؤريدل نو ويرے واخستل. ۶بيا ځوانان راپاڅيدل دَ هغه لاش ئے په کفن کړو، يوے وړو اَؤ ښخ ئے کړو.

۷بيا درے ګينټے پس دَ هغۀ ښځه راغله اَؤ څۀ چه شوى وُو دَ هغے ورته هيڅ پته نۀ وه. ۸پطروس هغے ته مخ راواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”ووايه! تا ته دَ مزکے دومره دومره قيمت درکړے شوے وو؟“

هغے ووئيل چه ”هو، هم دغه قيمت وو.“

۹بيا پطروس ووئيل، ”نو بيا تاسو دواړو دَ رُوحُ القُدس آزميښت څۀ له کولو؟ ګوره! په دروازه کښے هغه خلق ولاړ دى چا چه ستا خاوند ښخ کړو اَؤ هغوئ به تا هم يوسى!“ ۱۰اَؤ ناڅاپى هغه دَ هغۀ په پښو کښے راپريوته اَؤ مړه شوه. کله چه ځوانان دَ ننه راغلل هغوئ هغه مړه ومُونده نو هغوئ هغه يوړه اَؤ دَ خاوند په خوا کښے ئے ښخه کړه. ۱۱اَؤ په ټول جماعت اَؤ په هغه ټولو خلقو ويره خوره شوه چا چه دا خبرے واؤريدلے.

نخښے اَؤ عجيبه کارُونه وشول

۱۲نخښے اَؤ عجيبه کارُونه دَ خلقو دَ وړاندے دَ رسُولانو دَ لاسه ظاهر شول. هغوئ به دَ سليمان په ډيوډئ کښے په يوه صلاح راغونډيدل. ۱۳اَؤ دَ بهر نه به دَ دوئ سره هيچا ګډُون نۀ کولو سره دَ دے چه اکثرو خلقو به دَ دوئ تعريف کولو. ۱۴اَؤ سيوا لا دا چه ډيرو سړو اَؤ ښځو چه په مالِک ئے ايمان راوړو په ډله کښے شامل شول. ۱۵بلکه دا چه بيماران به ئے کُوڅو ته راويستل اَؤ هلته به ئے په بسترو اَؤ کټُونو کيښودل دَ دے دَ پاره چه دَ پطروس سورے دَ تيريدو په وخت په يو يا په بل پريوزى. ۱۶اَؤ دَ بيتُ المُقدس دَ ګير چاپيره ښارُونو خلقو به هغه څوک ورته راوستل چه بيماران وُو اَؤ يا پيريانو نيولى وُو اَؤ هغوئ ټول روغ شول.

رسُولانو ته سزا ورکول

۱۷بيا مشر کاهن اَؤ دَ هغۀ ملګرى صدُوقيان دَ حسد دَ لاسه را اُوچت شول. ۱۸هغوئ رسُولان ګرفتار کړل اَؤ په حوالات کښے ئے بند کړل. ۱۹خو دَ مالِک يوے فرښتے دَ شپے دَ قيد خانے دروازے خلاصے کړلے، هغوئ ئے بهر راووستل اَؤ وئے وئيل، ۲۰”ځئ، دَ خُدائے په کور کښے ودريږئ اَؤ خلقو ته دَ نوى ژوندُون ټولے خبرے وښايئ.“ ۲۱دغه شان هغوئ دَ خُدائے کور ته سحر مال ننوتل اَؤ تعليم ئے ورکاوو.

کله چه مشر کاهن دَ خپلو ملګرو سره راورسيدو نو دَ اِسرائيل دَ قوم لويه جرګه ئے راوغوښته اَؤ دَ قيديانو دَ راوستلو دَ پاره ئے څوک قيد خانے ته واستول. ۲۲خو چه سپاهيان قيد خانے ته ورغلل نو رسُولان ئے هلته ونۀ مُوندل، نو هغوئ واپس راغلل اَؤ خبر ئے ورکړو ۲۳چه ”مُونږ دَ قيدخانے هر يو ځائے مکمل بند وليدو اَؤ مُحافظان په دروازو کښے په خپلو ځايُونو ولاړ وُو خو چه ورُونه مو بيرته کړل نو دَ ننه په کښے هيڅوک نۀ وُو!“ ۲۴کله چه دَ خُدائے دَ کور واکدار اَؤ مشرانو کاهنانو دا واؤريدل نو حيران شول چه دَ دے اَنجام به څۀ وى. ۲۵اَؤ بيا يو سړى دا خبر راؤړو چه ”ګورئ! کُوم سړى چه تاسو په قيد خانے کښے اچولى وُو هغوئ خو هلته دَ خُدائے په کور کښے خلقو ته تعليم ورکوى!“ ۲۶په دے آؤريدو دَ خُدائے دَ کور واکدار سره دَ سپاهيانو ورغے اَؤ راوئے نيول خو هيڅ زور ئے له دے ويرے اِستعمال نۀ کړو چه خلق مو سنګسار نۀ کړى.

۲۷نو هغوئ ئے راوستل اَؤ دَ جرګے دَ وړاندے ئے ودرول اَؤ مشرانو کاهنانو خپله جرح شروع کړه چه ۲۸”مُونږ تاسو په سختئ سره منع کړى وئ چه په هغه نُوم تعليم مه ورکوئ. ګورئ، تاسو خو دا تعليم په ټول بيتُ المُقدس کښے خور کړے دے اَؤ دا کوشش کوئ چه دَ هغه سړى وينه زمُونږ په غاړه کړئ!“

۲۹خو پطروس اَؤ دَ هغۀ نورو رسُولانو ملګرو جواب ورکړو چه ”مُونږ به دَ بنى آدمو نه، بلکه دَ خُدائے حُکم منُو. ۳۰زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو خُدائے هغه عيسىٰ چه تاسو په سولئ کړے اَؤ وژلے وو، بيا راژوندے کړو. ۳۱دا هغه دے چه خُدائے په خپل ښى لاس کښينولے دے اَؤ سردار اَؤ خلاصُوونکے ئے ګرزولے دے دَ دے دَ پاره چه بنى اِسرائيل توبه ګار کړى اَؤ دَ ګُناهُونو معافى ورله ورکړى. ۳۲اَؤ مُونږ اَؤ رُوحُ القُدس دَ دے هر څۀ شاهدان يُو، يعنے هغه رُوحُ القُدس چه خُدائے هغه چا ته ورکړے دے چه دَ هغۀ تابعدار دى.“

۳۳په دے دَ هغوئ زړۀ سُورے شو اَؤ دا ئے غوښتل چه هغوئ رسُولان مړۀ کړى. ۳۴خو دَ جرګے يو غړے چه ګملى ايل نومے يو فريسى وو راپاڅيدلو چه دَ شريعت اُستاذ اَؤ په خلقو کښے ډير غزتمند وو. هغۀ تجويز پيش کړو چه دا سړى دِ لږے شيبے له بهر کړے شى. ۳۵بيا هغۀ ووئيل چه ”اَئے اِسرائيليانو! دَ دے خلقو په فيصله کولو کښے لږ پام کوئ. ۳۶ځکه چه څۀ مُوده وړاندے تيوداس هم دا دعوىٰ کړے وه چه زَۀ هم څۀ يم، اَؤ خوا اَؤ شا څلور سوه تنه ورسره ملګرى شوى وُو، خو هغه قتل کړے شو اَؤ دَ هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول. ۳۷دَ هغۀ نه پس دَ مردُم شمارئ په ورځو کښے دَ ګليل دَ صوبے يو يهُوداه نومے سړے پورته شو اَؤ ډير خلق دَ هغۀ په لمسه باغيان شول، خو هغه هم هلاک شو اَؤ ټوله ډله ئے خوره وره شوه. ۳۸نو اوس دغه شان په دے سړو هم څۀ غرض مه لرئ. زَۀ تاسو ته وايم، دوئ پريږدئ ځکه چه که په دے خبرے اَؤ په عمل کښے دَ بنى آدمو لاس وى نو دا به په خپله ختم شى. ۳۹خو که چرے دا دَ خُدائے دَ طرفه وى نو تاسو ئے هيڅ کله هم نۀ شئ ختمولے اَؤ دَ خُدائے سره مقابله مه کوئ.“ ۴۰هغوئ دَ ګملى ايل مشوره ومنله اَؤ رسُولان ئے راوبلل اَؤ په کروړو ئے ووهل، بيا ئے هغوئ ته حُکم ورکړو چه دَ عيسىٰ په نُوم تعليم مه ورکوئ، نو بيا ئے رسُولان پريښول. ۴۱نو هغه رسُولان دَ جرګے نه په دے خوشحالئ راووتل چه هغوئ دَ دے جوګه وګڼلے شول چه دَ هغۀ په نُوم دِ سپک کړے شى. ۴۲اَؤ هره ورځ هغوئ دَ خُدائے په کور کښے اَؤ په کُورونو کښے تعليم ورکول جارى وساتلو اَؤ دا زيرے ئے ورکاوو چه عيسىٰ مسيح دے.